-
که په ایران حمله وشوه نو د صهیونیسټي رژیم مینځ به په نښه کړو
Jul 18, 2022 01:08د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټیجکې شورا مشر وویل: د ایران په حساسو تاسیساتو باندې د حملې په بڼه کښې به د صهیونیسټي رژیم تل هدف وګرځوو
-
عربستان د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دی
Jul 17, 2022 09:14زمونږ خبریال وايي د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو رژیم لپاره د سعودي عربستان د هوايي حریم پرانیستل کیدل د دغه رژیم په جنایتونو کښې د شریک کیدا او له خلکو سره د خیانت کولو په معنا وبلل.
-
د اسرائیلو رژیم په باب المندب کښې د ځان لپاره ځاې پیدا کوي
Jul 17, 2022 07:38المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ په یمن کښې د انساني چارو د مدیریت او د غږملتیا د شورا ویاند طلعت الشرجبي وویل د تعز سیمې اهمیت د المخا بندر او د باب المندب اوبلارې په خاطر دی چیرې چې پوځي اډې جوړیږي چې امریکا او اسرائیل به ترې استفاده کوي.
-
صهیونیسټ رژیم به ارامښت ونه ویني
Jul 17, 2022 07:13المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مهم غړي محمد شلح وویل،فلسطینیان به تر هغه وخته پورې چې د مقاومت چورلیز او د هغوې په سر کښې ایران او حزب الله د دوې په څنګ کښې وي ماتي ونه خوري.
-
نیواکي فلسطین د بایډن سفر د فلسطین د ولس په زیان دی
Jul 15, 2022 01:20د فلسطین د مقاومتې کمیټو رسندویي مسئول له صهیونیستانو څخه د امریکې ملاتړ ته په اشارې سره، وویل: د بایډن سفر د فلسطین د ولس لپاره هیڅ ګټه نه لري.
-
د بایډن د چټې خبرو په ځواب کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو سخت غبرګون
Jul 15, 2022 01:18د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو د امریکې د ولسمشر د چټي خبرو په ځواب کې چي یې د ایران په ایټمي سایټونو باندې له برید څخه د وروستي فیصلې په توګه یادونه کړې وه، هیښوونکی ټوییټ خپور کړی دی.
-
د بایډن او لاپید بیانیې ته د ایران د خارجه وزارت د ویاند غبرګون
Jul 15, 2022 01:15د ایران د خارجه وزارت ویاند د بایډن او د لاپید ګډې بیانیې ته په غبرګون کې اعلان وکړ: تر هغه پوري چي د اسرائیل جعلي رژیم د امریکې د ولسمشرانو لومړی مقصد وي او امنیت یې لومړیتوب ولري، د سیمي هیوادونه او ولسونه به د سولي او ثبات څخه بې برخي پاته شي.
-
اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کیدو په لور روان دی
Jul 15, 2022 01:02په امریکا کښې د صهیونیسټ رژیم سفیر وویل دغه رژیم له سعودی عربستان سره د اړیکو د عادي کولو په لور روان دی .
-
په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید
Jul 14, 2022 10:42د صهیونیستي ښارګوټو په لسګونو اوسېدونکي یو ځلي بیا په الاقصی جومات برید کړي او په زوره جومات ته ورننوتي دي.
-
نیواکي فلسطین ته د بایډن د سفر په خلاف د غزې په تړانګه کې مظاهرې شوي
Jul 14, 2022 08:01ګڼ شمېر فلسطینیان په غزې کې په مظاهرې سره، نیواکي فلسطین ته د بایډن د سفر غندنه کړې او واشنګټن یې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو شریک بللي دي.