د شهیدانو وینه حتمي بریالیتوب نوره هم رانزدې کوي
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د وحشي صهیونیسټي پوځيانو په لاس د قلقلیه په ختیځ کې د یوه فلسطیني ځّوان دشهادت په غبرګون کې ټينګار کړی دی ، ددغو شهیدانو وینه دقدس پر نیواکګر رژيم حتمي بری نوره هم رانزدې کوي.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د وحشي صهیونیسټي پوځيانو په لاس د قلقلیه په ختیځ کې د یوه فلسطیني ځّوان دشهادت په غبرګون کې ټينګار کړی دی ، ددغو شهیدانو وینه دقدس پر نیواکګر رژيم حتمي بری نوره هم رانزدې کوي.
د قلقلیه په ختیځ کې د عزون ښارګي اوسیدونکی پنځلس کلن محمد نضال سلیم بیګا د وحشي صهیونیسټي پوځيانو په ډزو شهید شوی دی.
العهد خبری سایټ راپور ورکړ، د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ په نننۍ اعلامیې کې راغلی دي ،د فلسطینی ټاټوبي د ولس په ضد ددغه جنایتکار جنګ دوام به په فلسطین کې د دښمن د فاشسټ کابینې امنیت تامین نه کړي.
داسلامی جهاد غورځنګ په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ،د فلسطین د بې ګناه بچیانو توی شوي وینه به لامل شي چې په قدرتمنیدا کې به ددغه ټاټوبي د مجاهدینو هوډ لا کلک او قطعي او حتمي بری به هم لا رانزدې کړي.
په دغې اعلامیې کې درستو شهیدانو ته قول ورکړل شوی چې دخپلې پاکې خاورې او مقدساتو په دفاع کې د سیرښيندنې او قربانئ لارې ته دوام ورکوي او په ټولو ډګرونو کې به مقاومت لا سخت او جدي شي. ددغه راپور په اساس ، په وروستۍ نښتې :ې هم د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو کې لږترلږه درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.
په همداوروستیو کې په لویدیځي غاړې او نیواکي قدس کې د صهیونیسټي پوځيانو او د ښارګوټو د اوسیدونکو ترمینځ تاؤتریخوالي په اوڅاره توګه زیات شوي دي او د صهیونیسټي چارواکو او مسئولانو خوبونه ئې ورک کړي دي.