بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د کړکیچن حالت مسئول دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128718-بنیامین_نتانیاهو_د_اسرائیلو_د_کړکیچن_حالت_مسئول_دی
د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر او د نوي کابینې د مخالفې ډلې غړي «بني ګانټس» اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د اوسني حالت مسوول وباله.
(last modified 2023-02-28T04:51:57+00:00 )
Feb 28, 2023 08:00 Asia/Kabul
  • بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د کړکیچن حالت مسئول دی

د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر او د نوي کابینې د مخالفې ډلې غړي «بني ګانټس» اوسنی لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د اوسني حالت مسوول وباله.

هغه پرون د صهیونیسټ رژیم په پارلمان «کنسټ» کښې وویل باید د دغو جنګونو عاملان او هغه کسان چې ځان ته د دغه کار جرات ورکوي د پوځ لخوا تر تعقیب لاندې ورشي داسې عاملان که چیرې له هغوې څخه  د لومړي وزیر نتانیاهو ملاتړ او دفاع نه وائ نو دغه پیښې به نه رامینځته کیدلې.

د بني ګانټس اشاره د صهیونیسټ رژیم د سرزوري مالیې وزیر «بتسلئیل اسموتریچ» او د داخلي امنیت د وزیر «ایتمار بن ګویر» ملاتړونه ده کوم چې د فلسطینیانو د کورونو او د ګاډو په سوځولو کښې د صهیونیسټانو د اقدام ملاتړ کړی دی.

په حواره ښارګي کښې د فلسطینیانو د تیرې یکشنبې ورځې په شهادت غواړو عملیاتو کښې دوه صهیونیسټان هلاک شوي وو.

د صهیونیسټ رژيم  پوځیانو له دغو عملیاتو وروسته حواره ښارګی کلابند کړ او د فلسطینیانو کورونه یې وسوځول.

نن سبا په نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) او په تیره بیا لویدیځې غاړې کښې حالات ډیر خراب دي او د فلسطین جنګیالي په هرې وسیلې سره د صهیونیستانو بې شمیره جنایتونو ته ځواب ورکوي او همدغه چارې د صهیونیسټانو لپاره شرایط سخت کړي دي.