-
عراقچي: جرمني پر ایران له بمبارۍ په ښکاره ملاتړ سره، له ایرانیانو سره خپله دښمني وښودله
Jul 04, 2025 02:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې، د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا د ایران د اټومي تاسیساتو له برید وروسته د تهران او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ د همکارۍ د بدلون په اړه، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ته په خپل پیغام کې ځواب ورکړ.
-
الحوثي: اسلامي امت باید د صهیونیسټانو او امریکایي یرغلونو په وړاندې هوښیار وي
Jul 04, 2025 01:51پارس ټوډې - د یمن د انصارالله غورځنګ مشر، د غزې د جګړې د بدلونونو په اړه په خپله وروستۍ وینا کې، صهیونیسټي رژیم او امریکا د فلسطیني خلکو په وړاندې په ظالمانه جنایتونو او نسل وژنې تورن کړل او له اسلامي امت څخه یې وغوښتل چې د دې یرغلونو په وړاندې هوښیار و اوسي.
-
امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
Jul 04, 2025 01:42پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.
-
د حزب الله غړی: د مقاومت وسله یوه ملي او کورنۍ مسله ده/باج ورکولو ته به تسلیم نه شو
Jul 04, 2025 01:32پارس ټوډې - د لبنان په پارلمان کې له حزب الله سره تړلې "له مقاومت سره وفادارې" ډلې غړي ټینګار وکړ چې د مقاومت وسله یوه کورنۍ او ملي مسله ده او دوی به هېڅکله امریکایي - صهیونیسټي باج ورکولو ته تسلیم نشي.
-
لوړ پوړی پاکستاني ډیپلومات: یرغلګر باید د ایران له ځواب څخه درس واخلي
Jul 04, 2025 01:23پارس ټوډې - په روسیه کې د پاکستان سفیر، د صهیونیسټي رژیم او امریکا د پوځي یرغل په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت غبرګون د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ وبللو او ویې ویل: هیله لرو چې یرغلګر د راتلونکي لپاره درس واخلي.
-
روسي مفتي: ایران په تپل شوې جګړه کې په اسراییلو باندې بریالی شو
Jul 04, 2025 01:17پارس ټوډې - د روسیې د مسلمانانو د مذهبي چارو د څانګې لومړي مرستیال اعلان وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټي رژیم لخوا په ایران باندې تپل شوې جګړې ته مناسب ځواب ورکړ او بریا یې ترلاسه کړه.
-
عبدالباري عطوان: ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې صهیونیسټي رژیم ته د عبرت لوی درس ورکړ
Jul 04, 2025 01:12پارس ټوډې - د عربي نړۍ یوه مشهور شنونکي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې صهیونیسټي رژیم ته د عبرت لوی درس ورکړ.
-
ایران: د امریکا د نظامي کمزوریو آینه / واشنګټن د تل ابیب د ګټو په گرداب کې
Jul 03, 2025 12:11پارس ټوډی - یوه امریکايي تحلیلګر ویلي، واشنګټن په ایران باندې وروستیو بریدونو، د امریکا د دفاعي صنعت کمزورۍ ښکاره کړې.
-
غزه کې د ۴۸ ساعتونو پرمهال ۳۰۰ کسان په شهادت رسېدلي دي
Jul 03, 2025 10:55د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د صهیونیسټي رژیم د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسان په شهادت رسېدلي دي.
-
غزه کې د صهیونیسټي رژیم ۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Jul 03, 2025 09:10د غزې په شمالي برخه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په برید کې د صهیونیسټي رژیم یو عسکر په هلاکت رسېدلی او درې نور ټپیان دي.