ایراني ایکس کاروونکي: صهیونیزم نه شیعه پېژني او نه سني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164458-ایراني_ایکس_کاروونکي_صهیونیزم_نه_شیعه_پېژني_او_نه_سني
پارس ټوډې - په ایکس ټولنیزه شبکه کې ایراني کاروونکو د وحدت اونۍ د لمانځلو پر مهال د اسلامي امت یووالی د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) له مهمو تعلیماتو څخه وباله.
(last modified 2025-09-11T09:16:41+00:00 )
Sep 11, 2025 13:45 Asia/Kabul
  • ایراني ایکس کاروونکي: صهیونیزم نه شیعه پېژني او نه سني

پارس ټوډې - په ایکس ټولنیزه شبکه کې ایراني کاروونکو د وحدت اونۍ د لمانځلو پر مهال د اسلامي امت یووالی د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) له مهمو تعلیماتو څخه وباله.

اهل سنت د ربیع الاول دولسمه او اهل تشیع د همدې میاشتې اوولسمه نېټه د اسلام د مبارک پیغمبر (ص) د زوکړې ورځ ګڼي.  

د ایران اسلامي جمهوریت  ستر بنسټګر امام خمیني (ره)، چې پخپله د اسلامي نړۍ د یووالي منادي وو، له دې موضوع څخه د اسلامي ډلو د نږدې کولو او یووالي لپاره کار واخیست او د دې دوو نېټو ترمنځ فاصله یې "د وحدت اونۍ" ونوموله.

په همدې مناسبت په تهران کې د ایران د ولسمشر «مسعود پزشکیان» او د اسلامي نړۍ د یو شمېر عالمانو په ګډون، د اسلامي وحدت نړیوال نهه دېرشم کنفرانس جوړ شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په «ایکس» ټولنیزه شبکه کې ایراني کاروونکو د وحدت اونۍ د لمانځلو پر مهال د اسلامي امت ترمنځ یووالی د حضرت محمد (ص) له مهمو تعلیماتو څخه وباله.

په دې تړاو یوه کاروونکې چې نوم یې «مهدیس» دی، په ایکس کې ولیکل: «د اسلام پیغمبر (ص) خپلو تعلیماتو سره بېل خلک متحد کړل او یو موټی امت یې جوړ کړ. هغه د برابرۍ، عدالت او همدردۍ درس ورکړ او وې ښودله چې څنګه کولای شو د نیکو اخلاقو په مرسته یوه موټې ټولنه جوړه کړو.»

بل کاروونکي «رصاف» وویل: «نړیوال صهیونیزم د اسلام د له‌منځه وړلو نیت لري او د هغه لپاره د شیعه او سني ترمنځ توپیر نه کوي. هغه په اسانۍ سره د سوریې، غزې، یمن، عراق او ... اهل سنت او همدارنګه اهل تشیع وژني. عقل او دین‌داري دا حکم کوي چې د نړۍ مسلمانان د دې شومې پدیدې پر وړاندې ودرېږي.»

«اسماعیلي» هم باور لري: «د مسلمانانو یووالی یو بې‌مثاله سرمایه ده چې د مظلومانو، په ځانګړې توګه د غزې د خلکو په ملاتړ کې ځان ښيي.»

«حسیني» چې بل ایراني فعال دی، په ایکس کې لیکلي: «د وحدت اونۍ د یوه تاریخي مسئولیت یادونه ده. اسلامي امت باید د اختلاف پر ځای پیوستون غوره کړي.»

یوه کاروونکي چې نوم یې «نیما» دی، ټینګار کړی: «ایران د فلسطین او مقاومت په ملاتړ کې په لومړي صف کې ولاړ دی. دا یووالی د ننګونو پر وړاندې د اسلامي وحدت نښه ده.»

«یوسف شمس‌الدیني» قدس د اسلامي امت ژوندی زړه وباله او ویې ویل: «که اسلامي امت خپل مصنوعي اختلافات پرېږدي، کولای شي نړیوال معادلات د فلسطین د ازادۍ په ګټه بدل کړي.»

«مریم» هم د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې لیکلي: «په غزه کې هره مرمۍ چې توغول کېږي، زموږ د تفرقې غږ دی. که مسلمانان متحد وای، ایا د فلسطین ماشوم به د ورانیو لاندې ژوند له لاسه ورکاوه؟ وحدت یوازې شعار نه دی؛ مسئولیت دی. نن فلسطین له موږ غواړي چې متحد شو.»

په پای کې «زهرا جلالي» اسلامي وحدت د نړۍ د سیاسي او کلتوري ځواک د زیاتوالي لپاره مهم عامل وباله او لیکلي یې دي: «د مسلمانانو یووالی به د ګډو دښمنانو پر وړاندې جدي خنډ وي. د اسلامي همکارۍ بریالۍ بېلګې، لکه د فلسطین د آرمان ملاتړ یا د علمي او کلتوري ګډو فعالیتونو، د وحدت اغېزمن رول ښيي چې د اسلامي هویت په پیاوړتیا کې لري.»