-
په خوست او پکتیا کې د قطر کاري ویزو د نوملیکنې بهیر د فساد او ګڼېګوڼې له امله ودرېد
Aug 01, 2025 09:18د افغان رسندویو له راپور سره سم د خوست او پکتیا ځايي سرچینې وايي چې قطر ته د کاري ویزو د ثبت بهیر د پراخې ګڼېګوڼې او فساد له کبله درول شوی دی. سرچینو خبر ورکړی چې دا بهیر دوه ورځې مخکې پیل شوی و.
-
پاکستان د افغانستان د ځینو صادراتي توکو تعرفې کمې کړې
Aug 01, 2025 09:15د پاکستاني رسندویو د راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ژر نتیجه ورکوونکي» سوداګریز پروګرام په اړه موافقه وشوه، چې هدف یې د دوهاړخیز تجارت پراخول دي.
-
افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د راتګ په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
Aug 01, 2025 00:32زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو کارپوهانو افغانستان او منځنۍ اسیا ته د بهرنیو ترهګرو د ورتګ په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
په خیبر پښتونخوا کې څلور وسله وال هلاک او ۱۲ نور ټپیان شوي دي
Jul 30, 2025 10:59پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د دغه هېواد د ځواکونو په عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
-
د پاکستان جنګي الوتکو د خوست پر اسمان ګزمې کړې
Jul 30, 2025 10:53د افغان رسندویو له راپور سره سم سرچینو نن ویلي چې دغو الوتکو د تېرې شپې له ۱۱:۳۰ بجو راهیسې د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمې خلک یې وېرولي دي
-
تېره میاشت ۳۹۳ زره ټنه سوداګري په ریل لارې شوې
Jul 29, 2025 09:25د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټرک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
-
تهران او کابل د غزې په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې په سملاسي ترسره کیدو ټینګار وکړ
Jul 28, 2025 02:04د ایران او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي همکارۍ سازمان د بیړنۍ غونډې په سملاسي ترسره کیدو ټینګار وکړ ترڅو د صهیونیسټ رژیم د تیري د پای ته رسولو او د مظلومو فلسطیني خلکو د ملاتړ لپاره عملي او مؤثرې پریکړې وشي.
-
متقي له نړیوالو وغوښتل چې بیړنۍ بشري مرستې په اوږدمهالو پراختیايی پروژو بدلې کړي
Jul 27, 2025 04:00تاند خبري سایټ لیکلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له ملګروملتو وغوښتل چې د بیړنیو مرستو پر ځای له افغانستان سره د پرمختیايی پروژو لپاره مرسته وکړي.
-
افغانستان د سیمې له هیوادونو سره ټرانسپورټي همکارۍ پراخې کړې
Jul 27, 2025 03:54د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې افغانستان تېر کال له اووه ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره ټرانسپورټي هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي .
-
په پاکستان کې افغان کډوال د پراخې اېستنې له ګواښ سره مخ دي
Jul 26, 2025 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پولیسو د افغان کډوالو د ویزو د غځېدو بهير له درېدو وروسته، د اسلامآباد او راولپنډۍ په اړوند سيموکې د نیولو او جبري اېستلو بهیر چټک کړی دی.