افغانستان د سیمې له هیوادونو سره ټرانسپورټي همکارۍ پراخې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162796-افغانستان_د_سیمې_له_هیوادونو_سره_ټرانسپورټي_همکارۍ_پراخې_کړې
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې افغانستان تېر کال له اووه ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ټرانسپورټي هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي .
(last modified 2025-07-26T23:29:54+00:00 )
Jul 27, 2025 03:54 Asia/Kabul
  • افغانستان د سیمې له هیوادونو سره ټرانسپورټي همکارۍ پراخې کړې

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې افغانستان تېر کال له اووه ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ټرانسپورټي هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي .

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د سړکونو د ترانسپورت مرستیال، مولوي عبدالسلام حیدري ددې وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړونو د تشرېح پروګرام کې ويلي چې د پېښور او کوټې د کونسلګریو له لارې یې تر ۱۰ زره ډېر سوداګریز اسناد صادر کړي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د مسولينو په وینا، چې د دې سربېره یې د ياد وزارت ۲۰۰ کارکوونکي د مسلکي او تخصصي زده‌کړو ترلاسه کولو لپاره چین، متحده عربي اماراتو، هندوستان او نورو هېوادونو ته استولي.

په دغه ناسته کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي مرستیال مولوي فتح‌الله منصور ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له حریم څخه شاوخوا ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې ترسره شوې دي.

د ښاغلي منصور په وینا، په منځنۍ کچه په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ الوتنې ترسره کيږي.

یادو مسولینو دغه راز په دې موده کې له دې وزارت سره د ۱۶۲ مسافر وړونکو او ۲۱۶ بار وړنکو ترانسپورټي شرکتونه د ثبت خبر هم ورکړی دی.

مسولینو دا هم ویلي، چې د ښاري ترانسپورت تنظیم، نویو ترمینلو او تم‌ځایونو جوړولو لپاره یې د کابل په ۲۱ ځایونو کې اړینې ځمکې هم تثبیت کړي.