-
په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري
Dec 24, 2023 01:10د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پرمهال مري.
-
د لویدیځي آسیا پيښې په تیرې اونۍ کې
Dec 23, 2023 11:44د تهران د پښتو خپرونېاو انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پيل کې درته ددغې سیمې دځينو مهمو پيښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه او ورپسې هم تحلیلي برخه درآوروو،نو هیله ده راسره ملتیاو کړئ.
-
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکوي
Dec 23, 2023 10:44د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیانیه کې لیکلي که څه هم په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه په رسمي توګه نه ده ثبت شوې، خو ګواښ لا هم شته.
-
د افغانستان روغتیایي سکتور کې ١٥٠ زره ښځې په دندو بوختې دي نور راپور واورئ
Dec 23, 2023 10:55زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد له یوې مالیزیایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلې اوس د افغانستان روغتیایي سکتور کې ١٥٠ زره ښځې په دندو بوختې دي.
-
پاکستان د کابل له لوري د ټي ټي پي د غړو نیول تایید نه کړل
Dec 23, 2023 10:07ممتاز بلوچ په یوه خبري ناسته کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د سفر په اړه ومنله چې د ټي ټي پي د ځپلو او نورو مسایلو لپاره یې له امریکا پوځي مرستې غوښتي، خو دا یې رد کړه چې ګواکې په کابل کې د طالبانو د دولت خلاف هم غوښتنې کړي.
-
کابلیان د جنايي جرمونو د زیاتوالي له امله اندیښمن دي
Dec 23, 2023 09:28طلوعنیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
-
ننګرهار کښې سلګونو پولیس له روزنې وروسته فارغ شوي دي نور حال دلته لرو
Dec 23, 2023 08:01زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ننګرهار کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه سلګونه پولیس ترروزنې وروسته فارغ شول.
-
د مقاومت غورځنګ بریالی دی
Dec 22, 2023 12:45د تهران د جمعې د لمانځه خطیب، د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ مسئله وبلله او وویل: نن ورځ د مقاومت غورځنګ بریالی دی.
-
د سویلي کوریا، جاپان او امریکا درې اړخیز تمریناتو ترسره کېدل
Dec 22, 2023 12:11سویلي کوریا، جاپان او امریکا ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل. ویل کېږي چې دا تمرین د کوریا ټاپو وزمې په آسمان کې د شمالي کوریا د بین البراعظمي بالستیک توغندي د آزموینې په غبرګون کې شوی دی.
-
په غزه کې د شهیدانو شمېر ۲۰ زره او ۵۷ تنو ته ورسېد
Dec 22, 2023 11:24د «شهاب» خبري آژانس د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: د اکتوبر له اوومې (د تلې له ۱۵) نیټې راهیسی په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو په نتیجه کې ۵۳ زره او ۳۲۰ کسان ژوبل شوي دي.