کابلیان د جنايي جرمونو د زیاتوالي له امله اندیښمن دي
طلوعنیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې مېشت افغانان وايي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ښار کې د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو کچه د پخوا په پرتله څو چنده لوړه شوې ده.
د طلوع نیوز د ننی راپور له مخې د کابل ښاریان وايي، سره له دې چې د دوی د شتمنیو له غلا کېدو څو میاشتې تېرې شوې او څو ځلې یې امنیتي ادارو ته مراجعه کړې، خو لا هم د دوی د غلا شویو مالونو د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
طلوعنیوز د کابل ښاریانو له خولې لیکلي چې په دې وروستیو میاشتو کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو او د موټرسایکلونو په ګډون د موټرو د غلا کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې ده.
په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت خبره کوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. .