د مقاومت غورځنګ بریالی دی
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب، د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ مسئله وبلله او وویل: نن ورځ د مقاومت غورځنګ بریالی دی.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي نن په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامي ملت باید فلسطین د غاصبانو له منګولو وژغوري، وویل: د دغو جنایتونو اصلي علت په اشغال شوي فلسطین کې، د انګلستان او فرانسې په ګډون، امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه دي.
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې لوېدیځ بهیرونه په دوامدار ډول د وژلو، کودتا او د جنګ د رامنځته کولو هڅه کوي زیاته کړه: نن سبا لوېدیځوال په تېره بیا صهیونیسټان د نیواک پر دوام متمرکز دي، خو هغوی (صهیونیسټان) د یوې ډلې له پوځي حماسې او مجاهدینو سره د مخامخ کېدو توان نه لري.
حجت الاسلام و المسلمین صدیقي زیاته کړه: انګلستان، فرانسه او امریکا په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو اصلي لاملین دي او د هغو په سر کې د لوېدیځو هېوادونو واکمنان دي، چې فلسطین یې د ځان لپاره یو فرصت ګڼلی دی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې امریکا او لوېدیځوال هېڅکله هم دومره منزوي او منفوره نه وو، زیاته کړه: نن د امریکا خلک بیداره شوي دي او هغه کسان چې آزادي غواړي خپلو خلکو او ساینس پوهانو ته اجازه نه ورکوي، چې خپل نظر څرګند کړي.
حجت الاسلام و المسلمین صدیقي څرګنده کړه: نن ورځ مقاومت معادلات بدل کړي او په خاصه توګه په یمن کې مقاومت کوونکو موثر اقدامات ترسره کړي دي.