-
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لویه درستیزوالي؛ دښمن به د لا ډېرو ماتو تریخ خوند وڅکي
Sep 21, 2026 14:34پارسټوډې ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوئې درستیزوالۍ او د حضرت خاتمالانبیا (ص) مرکزي غونډ په یوې اعلامیې کې ټینګار کړی چې: د ایران پوځ، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ،د دفاع وزارت، پولیس، بسیج او د ایران د پولیسو سرحدي ځواک به د ملي ګټو، د ملت د حقوقو او د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې کې د دښمن پر وړاندې هېڅ ډول شاتګ ونه کړي او امریکائي، صهیونیستي دښمنانو او د هغوی متحدانو ته به د لا ډېرو ماتو تریخ خوند وروڅکي.
-
که پر ایران یرغل وشي، د جنګ د ډګر جغرافیه به بدله کړو
Sep 21, 2026 13:19پارسټوډي- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویندوي وویل؛که پر ایران برید وشي، نو د جنګ جغرافیه به بدله کړو او داسې وسلې به نندارې ته وړاندې کړو چې نړۍ به حیرانه کړي.
-
پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه «جنګي جنایت» دی
Sep 21, 2026 11:19زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او دا کار یې د «جنګي جنایت» تکرار بللی دی.
-
پاکستان د افغانستان په کونړ او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي
Sep 21, 2026 10:38زمونږ خبریال راپور راکړی د کونړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني جټ الوتکو پر دې ولایت په شوي برید کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.
-
په هرمزتنګي کې د نوښت اختیار د ایران د وسلهوال ځواک په لاس کې دی
Sep 20, 2026 11:44پارستودي ـ د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویندوي ،د سنټکام د قوماندان ادعا دروغ او امریکائي عسکرو ته د روحیې ورکولو لپاره نفسیاتي عملیات وبلل او وې ویل چې په هرمز تنګي کې د عمل د نوښت واک لا هم د ایران د پیاوړو وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دی.
-
امریکا او اسرائیلو ته د سعوديانو سوال او زارۍ به هغوی ونه ژغوري
Sep 20, 2026 14:32د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح، د یمنیانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو پر هوډ ټینګار کړ ی او وې ویل چې امریکا او اسرائیلو ته د سعودي عربستان سوال او زارۍ به ورته هېڅ ګټه ونه لري.
-
ایران او افغانستان پخپلو کې تیلی ملګرتیاوې لا پراخوي
Sep 20, 2026 14:05زمونږخبریال راپور راکوي،د ايران د انرژۍ وزارت چارواکي وايي، له افغانستان سره د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا ته چمتو دی او کولی شي افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابره کړي.
-
خطاطي د ایران او افغانستان د ګډ فرهنګي میراث برخه ده
Sep 20, 2026 13:49زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي مسوول وايي، خطاطي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ فرهنګي میراث یوه برخه ده او د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.
-
پاکستان: د کوهاټ د چاودنې غندنه باید د طالبانو له عملي اقدام سره مل وي
Sep 20, 2026 13:00پاکستان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د کوهاټ د برید غندنه د ترهګرو ډلو پر وړاندې له عملي اقداماتو سره مل کړي.
-
د ایرلنډ او صهیونیستي رژیم په فوټبال لوبې په سکاټلنډ کې د فلسطین ملاتړو اعتراض کړی
Sep 20, 2026 12:48پارسټوډي- د فلسطین فعالانو او ملاتړو د سکاټلنډ د ګلاسکو ښار د «سيلټیک پارک» لوبغالي مخې ته اعتراضيه غونډه جوړه کړه او د اروپا د ملتونو لیګ سیالیو په چوکاټ کې ئې د ایرلنډ د ملي لوبډلې او د صهیونیسټي رژیم د لوبډلې ترمنځ د لوبو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.