-
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره په ننګرهار کې د جګړو له امله ویجاړ شوي کورونه بیا رغوي نور حال دلته لرو
Aug 29, 2023 07:05زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو چارواکي وایي لومړیتوب د سپین غره په لمن کې هغه کورونو ته ورکول کیږي چې استوګن یې تر شنه اسمان لاندې وخت تیروي.
-
ننګرهار کې په لومړي ځل د ماشومانو لپاره کتابتون پرانستل شو جزیات دلته لرو
Aug 29, 2023 06:44زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو چارواکي وایي په دې کتابتون کې ماشومانوته پر مطالعې سربیره د زده کړو او تفریح زمینه هم برابره شویده.
-
دښمنان د ناهیلۍ په اوج کې دي
Aug 28, 2023 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ټینګار وکړ: سره له دې چې دښمنان زیات تجهیزات لري، خو بیا هم د مایوسۍ په اوج کې دي.
-
د آغاخان کلتوري بنسټ په غزني کې د باباجي تاریخي جومات رغوي
Aug 28, 2023 10:57په غزني کې چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د آغاخان کلتوري بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي.
-
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
Aug 28, 2023 10:35د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د افغانستان په شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.
-
کاظمي قمي او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې
Aug 28, 2023 10:05د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په تهران کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي له افغان کډوالو سره د نړیوال ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
-
ایران د آسيا د بدن جوړونې په سياليو کې اتلولي خپله کړه
Aug 28, 2023 09:59د ایران د بدن جوړونې لوبډلې په لبنان کې د ۲۰۲۳ کال آسیایي جام اتلولي وګټله.
-
۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي
Aug 28, 2023 08:54د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي برخه ترلاسه کړې ده.
-
په آسټرلیا کې درې امریکايي سمندري پوځیان وژل شوي
Aug 28, 2023 08:43په آسټرلیا کې د پوځي تمرینونو پر مهال د الوتکې غورځېدو په پېښه کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي دي.
-
په کندز کې لسګونه اړمنو کورنیو ته شنې خونې جوړې شوي
Aug 28, 2023 08:34د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف.اې.او ) په مالي مرسته د دغه ولایت په آقتاش او ګل تپې ولسواليو کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته شنې خونې (ګرین هوس) جوړې شوې.