د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137722-د_افغانستان_په_شپږو_ولایتونو_کې_د_پولیو_ضد_واکسین_کمپاین_پیلېږي
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د افغانستان په شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.
(last modified 2023-08-28T06:06:55+00:00 )
Aug 28, 2023 10:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د افغانستان په شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د کمپاین دغه پړاو به په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او همدارنګه ارزګان ولایتونو کې پیل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په ایکس یا ټویټر اکاونټ کې له پولیو د پاک افغانستان د شعار په ټینګار سره لیکلي چې خلک باید له واکسیناتوران سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

تر دې مخکې د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې چې د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شو، له دغو شپږو ولایتونو پرته ټول افغانستان تر پوښښ لاندې نیول شوی وو.

په ټولیز ډول ویل کېږي چې په دغو دوو پړاوونو کې به یوولس میلیونه کسان واکسین شي.

روان کال په افغانستان کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو په کې نه ده ختمه شوې.