-
د ښځو زده کړې فرض کفايي دي
Aug 23, 2023 09:24د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، چې د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده.
-
له ايران سره سوداګريزه راکړه ورکړه زياته شوې
Aug 23, 2023 09:18د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د افغانستان او ايران تر منځ د ۵۱۲ ميليونه ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه شوې ده.
-
ايران د کرنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
Aug 23, 2023 09:12د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ايران د اسلامي جمهوريت په رسمي بلنه دغه هېواد ته د سفر پرمهال د ياد هېواد د جهاد او کرنې له مرستيال وزير مجتبی خيام نګوئي او د ايران د کرنيزو څېړنو، روزنې او ترويج د مرکز له مشر سره وکتل.
-
د نړیوالې ټولنې غفلت اروپا ته د افغان مهاجرینو د ورتلو سبب ګرځي
Aug 23, 2023 01:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر«عبدالله مبیني» وویل په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو په موضوع کښې د نړیوالې ټولنې غفلت به د نورو هیوادونو په تاوان وي.
-
د تسنیم خبري اژانس د عکاس د نیولو موضوع تعقیبوو
Aug 23, 2023 00:04زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل: د طالبانو لخوا د تسنیم خبري اژانس د عکاس نیول کیدل په جدي ډول د تعقیبیدا په حال کښې دي.
-
پر افغان نجونو باندې د زده کړو د بندیز ویجاړوونکې رواني اغېزې
Aug 22, 2023 14:04په افغانستان کې د کارپوهانو او رواني متخصصانو په وینا، د ښځو او نجونو د کار او زده کړو محدودیتونه، د دوی ترمنځ د افسردګۍ لامل شوی دی.
-
د افغانانو تر منځ د خپل منځي خبرو کوربه توب ته چمتو یو
Aug 22, 2023 08:47د ایران اسلامي جمهوریت حکومت وايي، دوی چمتو دي چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو کوربه توب وکړي.
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان ته ۵.۴ میلیارد ډالره زیان اوښتی
Aug 22, 2023 09:06د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره دغه هېواد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.
-
له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي
Aug 22, 2023 08:40د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې دا مهال په هېواد کې ۲،۷ میلیونه نجونې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي، خو له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي.
-
د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت له یوه ایراني شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
Aug 22, 2023 08:30د طالبانو د اوبو او برښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور له یوه ایراني شرکت سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برښنا د تولید، لیږد او وېش په برخو کې د پانګونې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.