-
افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولای
Aug 07, 2023 08:19د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ويلي، چې افغانستان له پوهنې پرته پرمختګ نهشي کولای.
-
پاکستان کې د اورګاډي چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي
Aug 07, 2023 08:13پاکستاني چارواکي وايي، چې د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي.
-
پاکستان کې د افغانانو ځورونه زیاته شوې
Aug 07, 2023 08:08په پاکستان کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې یو وار بیا د پولیسو له لوري د دوی ځورول زیات شوي دي.
-
ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیلوو
Aug 07, 2023 08:03په تهران کې د افغانستان سفارت، ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي.
-
د افغانستان سفیر له مولانا فضل الرحمن سره کتنه کړي ده
Aug 07, 2023 02:52زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې په باجوړ سيمه کې د دې ګوند پر پلویانو د شوې چاودنې له امله له نوموړي سره خواشیني ښودلې.
-
د افغان نجونو لپاره د زده کړې زمینې برابرې شي نور حال دلته لرو
Aug 07, 2023 02:45زمونږ خبریال راپور راکړی د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزئ، که نه هغوې به د زده کړو لپاره هېواد پریښودو ته اړ شي.
-
د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ نه کیږي
Aug 07, 2023 01:50سنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزیر «ملا محمد یعقوب مجاهد» د خپل هیواد له خاورې څخه په نا ګواښونو باندې ټینګار سره وویل که چیرې څوک د جنګ په نیت له افغانستانه بهر لاړ شي نو کار یې جهاد نه دی.
-
استادانو د نجونو په زده کړې د بندیز د ختمیدا غوښتنه وکړه
Aug 07, 2023 01:37تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی د ننګرهار ولایت د پوهنتونونو یوشمیر استادانو د طالبانو د حکومت له کورنیو چارو وزیر سره په کتنه کښې د انجلیو په زده کړې د بندیز د ختمیدا غوښتنه وکړه.
-
په افغانستان کښې یوشمیر خارجي وګړي بندیان دي
Aug 07, 2023 01:15طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د امریکا په شمول د یوشمیر بهرنیو وګړو د زنداني کیدا خبر ورکړ.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Aug 06, 2023 09:13د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.