ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش پیلوو
Aug 07, 2023 08:03 Asia/Kabul
په تهران کې د افغانستان سفارت، ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي.
د مسیر ورځپاڼې د خبر په حواله، د سفارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، د پاسپورټ تدریجي وېش به له نوي زېږېدلي ماشومانو پیل کړي، وروسته به زده کړیالانو ته هم پاسپورټونه ورکړل شي.
په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت شارژدافېر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ د څانګې له مشر سره هم کتلي او له هغه یې غوښتي په ایران کې د زېږېدلیو افغان ماشومانو د اسنادو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ټیګونه