-
د قطر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړي نور جزیات دلته لرو
May 14, 2023 08:19زمونږ خبریال وايي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره د ټلېفوني اړیکې پر مهال د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
-
افغانستان کې کابو نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري
May 14, 2023 07:01زمونږ خبریال راپور راکړی هره ورځ افغانستان کې شل میلیونه کسان کافي خواړه نه لري او په تش نس ویده کېږي.
-
د ایران او د افغانستان په نندرتون کښې دوه دیرش شرکتونه ګډون کوي
May 14, 2023 06:27زمونږ خبریال راپور راکړی په دوغارون سرحد کښې د ایران او د افغانستان د نندرتون مجري په دغه نندرتون کښې د ګډون لپاره د دوه دیرشو شرکتونو د چمتووالي خبر ورکړ.
-
له طالبانو سره د پاکستان اړیکې مشروطه دي
May 14, 2023 06:11تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په بهرنیو چارو کښې سلاکارې وزیرې میرمن حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د اسلام اباد تعامل او اړیکې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په موضوع باندې له غور کولو سره مشروطه وبللې.
-
نورستان کښې د بیا رغونې د پروژو کار پیل شوی نور تفصیل په ګډه اورو
May 14, 2023 05:52زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په نورستان ولایت کې د پینځه ملیونه ډالرو په ارزښت ددوه سوه بیا رغاونې د پروژو چارې پېل شوې.
-
افغانستان کښې د هوايي کارګو وړومبنې شرکت پرانستل شو
May 14, 2023 03:28د هوايي ټرانسپورټ (کارګو) وړومبنې شرکت د افغانستان د پلازمینې کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزارت نورالدین عزیزي په شتون سره افتتاح شو.
-
۴ میلیونه کسان په افغانستان کښې دننه بې ځایه شوي دي
May 14, 2023 03:19په افغانستان کښې دننه د بې ځایه او بې کوره شویو کډوالو شمیر څه باندې ۴ میلیون تنه اعلان شو.
-
د دوحې غونډې هیڅ ګټه ونه کړه
May 13, 2023 10:28د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف وویل: کومه غونډه چې د روانې میاشتې په اوایلو کښې په دوحه کښې د افغانستان په هکله ترسره شوه، هیڅ نتیجه یې نه درلوده او په دغو خبرواترو کښې د لویدیځ دریځ رغنده نه و.
-
له طالبانو سره د قطري چارواکو صلاح مشورې
May 13, 2023 07:25د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر پرون په قندهار کښې له طالب چارواکو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
-
اسلام آباد له کابل سره خپل تعامل مشروط بولي
May 13, 2023 11:03د پاکستان د خارجه وزیر صلاحکارې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره تعامل د پاکستان له تحریکِ طالبان سره د دغه حکومت د ملګرتیا په بندیدو پورې شرطمن وباله.