افغانستان کښې د هوايي کارګو وړومبنې شرکت پرانستل شو
د هوايي ټرانسپورټ (کارګو) وړومبنې شرکت د افغانستان د پلازمینې کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د وزارت نورالدین عزیزي په شتون سره افتتاح شو.
د افغان خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د موقته حکومت د صنعت او تجارت وزیر پرون وویل: د هوايي کارګو په برخه کښې مو ډیرې ستونزې درلودلې چې د خصوصي یا پرائیویټ برخې په مرستې سره، اوس افغانستان هم د خپلواکه هوايي کارګو خاوند دی.
عزیزي د هوايي کارګو شرکت د جوړولو په خاطر د پرایویټ سیکټر قدرونه وکړه او د سیالۍ بازار یې د هیواد د ودې عنصر وباله او له کورنیو تولیدوونکو یې وغوښتل چې د باکیفیته محصولاتو د تولید ضرورت ته په پاملرنې سره، د مشتریانو باور جلب کړي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزیر هم داشان ایران او پاکستان ته خپلو وروستیو سفرونو او د دغو سفرونو ګټو ته په اشارې سره وویل: مونږ د سوداګرۍ په برخه کښې د انډول رامینځته کولو په تکل کښې یو او دا موضوع له ګاونډي هیوادونو سره تعقیبوو.
د افغانستان د تجارت او پانګونې د خونې مشر یونس مهمند په دغو دستورو کښې د هوايي ټرانسپورټ برخې ته د پاملرنې په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: د ځینو خرابیدونکو شیانو د صادراتو او وارداتو لپاره د دې برخې شتون ضروري دی.