اسلام آباد له کابل سره خپل تعامل مشروط بولي
May 13, 2023 11:03 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزیر صلاحکارې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره تعامل د پاکستان له تحریکِ طالبان سره د دغه حکومت د ملګرتیا په بندیدو پورې شرطمن وباله.
حنا رباني کهر جیو نیوز ته په مرکه کښې ویلي دي: د افغانستان د طالبانو حکومت دې په عمل کښې ثابته کړي چې د پاکستان د طالبانو له ترهګرو عناصرو (ټي، ټي، پي) سره اړیکه نه لري.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان طالبانو د پاکستان د تحریکِ طالبان ډلې شتون بې بنیاده بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ هیواد خلاف ترهګر فعالیت نه کیږي.
د سیاسي مسائلو ځیني کارپوهان باوري دي چې د طالبانو حکومت کوې شي د پاکستان د روانو ننګونو او شخړو د هواري لپاره مهم رول ولوبوي.
ټیګونه