-
د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله ادم زاهد او مولانا عابد حسین شاکري څه نظرونه لري؟
Oct 18, 2023 12:23د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو د اسرائیلو وحشي او ظالم رژیم د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکړی مونږ په دې هکله د نړیوالو مسائیلو د کارپوه ادم زاهد او د تکړه عالم دین مولانا عابدحسین شاکري نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
د افغانستان طالبانو د غزې تړانګې په روغتون د اسرائیلو بمبارۍ په کلکه وغندله نور جزیات دلته لرو
Oct 18, 2023 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا د غزې پر يو ملکي روغتون بمباري په سختو ټکو غندلې، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللی.
-
د غزې پر روغتون د صهيونیسټي رژيم د حملې نړيواله غندنه
Oct 18, 2023 10:17د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیسټي رژیم برید او د سلګونه بې دفاع ملکي وګړو شهادت په کلکه غندلی دی.
-
امیر عبداللهیان پر غزې د حملو د بندولو لپاره د ایران او عربستان پر همغږۍ ټینګار وکړ
Oct 18, 2023 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، جدې ته د رسېدو پر مهال، پر غزې د بریدونو د مخنیوي لپاره د ایران او عربستان ترمنځ د همغږي خبر ورکړ.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.
-
د وحشي صهیونیسټي رژيم په دردناک جنایت پسې په ایران کې عمومي ویراعلان شو
Oct 18, 2023 01:18د وروستیو راپورونو په اساس د غزې په مرکز کې په المعمداني روغتون باندې د وحشي رژيم په بمبارۍ کې څه دپاسه ۱۱۰۰ ماشومان، مېرمنې ،بوډاګان، ځوانان شهیدان او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.
-
امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده
Oct 18, 2023 08:26د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.
-
د غزې پر روغتون د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي
Oct 18, 2023 08:07د یمن سترې سیاسي شورا ټینګار کړی چې د غزې پر روغتون د برید په لړ کې د تل ابیب جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۰۰ او د ټپیانو شمېر کابو ۱۲زره تنو ته ورسېد
Oct 18, 2023 07:44د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو له امله، د شهیدانو شمېر څه دپاسه ۳۲۰۰ تنو ته رسېدلی او څه دپاسه ۱۱ زره نور ژوبل شوي دي.
-
نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د جنایتونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي
Oct 18, 2023 07:19د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر سید عمار حکیم په یوه پیغام کې په « معمداني » روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه برید په کلکه غندلی او د دغه جنایت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د چوپتیا د ماتېدو غوښتنه وکړه.