د غزې پر روغتون د صهيونیسټي رژيم د حملې نړيواله غندنه
د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیسټي رژیم برید او د سلګونه بې دفاع ملکي وګړو شهادت په کلکه غندلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، «انورالحق کاکړ» د صهیونیسټي رژیم له خوا د اړو کسانو لپاره د روغتونونو او پناه ځایونو په نښه کول یو غیر انساني او نه جبران کېدونکی اقدام وباله او وویل: دغه برید د روغتونونو او د روغتیايي کارکوونکو د ساتنې لپاره د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی.
د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر زیاته کړه: موږ د دې ناوړه موخه ګرځولو د پایته رسېدو غوښتنه کوو او له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې د صهیونیسټي رژیم د تاوتریخوالي د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام او د تیري کوونکو سره حساب کتاب وکړي.
په عین حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزې کې پر المعمداني روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه برید په غبرګون کې وویل: پر هغه روغتون بمباري چې پکې ماشومان، ښځې او بې ګناه ملکیان موجود وو، د جنایت ښکاره بېلګه ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د نړۍ له یوشمېر هېوادونو سره په همغږۍ، د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیسټانو برید په کلکه وغندلو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د غزې په تړانګه کې د المعمداني پر روغتون باندې د صهیونیسټي رژیم له برید وروسته چې په نتیجه کې یې په سلګونه بې دفاع کسان او ژوبل شوي ناروغان شهیدان او ژوبل شول، دغه وحشیانه عمل وغانده.