-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ
Jan 12, 2025 09:58ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاوت ته د وفادارۍ فراکسیون غړي «حسن عزالدین» د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ د ختمولو او د لبنان له جنوب څخه د شاتګ ګولو لپاره په اسرائیلو رژيم باندې د دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.
-
د ټرمپ له ګواښونو هېڅ ویره نه لرو
Jan 11, 2025 03:54د فلسطین د اسلامي مقاومت د (حماس) غورځنګ یوه لوړرتبه غړي وویل: د امریکا ګواښونه د فلسطین د ملت لپاره اهمیت نه لري، فلسطینیان پوهېږي چې په حقه دي او د خپلو حقونو او آرمانونو لپاره جنګېږي، څو د نړۍ د نورو ملتونو په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
-
د لوېدیځې آسیا نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه
Jan 11, 2025 03:51د تهران د جمعې لمانځه موقت خطیب وویل: د نړیوال استکبار د هڅو په خلاف، د لوېدیځې آسیا د سیمې نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه.
-
تهران د سیمه ایزو مسلو د حل لپاره د عراق له نوښتونو ملاتړ کوي
Jan 11, 2025 03:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تهران د سیمې د مسایلو د حل لپاره د عراق د کورنیو پریکړو او نړیوالو نوښتونو ملاتړ کوي.
-
جوزف عون پر لبنان باندې د صهیونیسټي رژیم له تیریو سره پر مقابلې ټینګار وکړ
Jan 10, 2025 11:28د لبنان نوي ولسمشر د دغه هېواد د سیاسي اجرااتو د بدلون او د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټي رژیم له تیریو سره د مقابلې پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
پزشکیان د لبنان نوي ولسمشر ته د هغه د ټاکل کېدو مبارکي وویله
Jan 10, 2025 10:35د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د لبنان نوي ولسمشر ته د مبارکۍ په پیغام کې ټینګار وکړ: یووالی او د ثبات ټینګښت به د لبنان په خلاف د صهیونیسټي دښمن تمه درلودل له منځه یوسي.
-
امریکا یو مطیع، ولسی ضده، وروسته پاتې او لویدیځ ککړه ایران غواړي
Jan 08, 2025 13:45د اسلامي انقلاب رهبر د قم ولایت له زرګونو خلکو سره په کتنه کې، ایران د خپلو ارزښتناکو ډالیو لکه د طبیعي زیرمو، ښه جغرافیايي موقعیت او د ولسي ځواک په لرلو سره، چې د نړۍ له اوسط څخه زیات پرمختللی دی، په نړۍ کې یوه ستراتیژیکه څوکه وبلله.
-
هیڅ خارجي هیواد په لبنان د خپلې خوښې وړ ولسمشر نشي تپلی
Jan 07, 2025 01:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله استازي «حسن فضل الله» په یو لړ څرګندونو کښې د لبنان د ملت لخوا د هیواد د ولسمشر د انتخابولو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل هیڅ خارجي لوری نشي کولای په دې هکله خپل کس په لبنان وروتپي.
-
د امریکا ځانګړی استازی عربستان ته له سفر وروسته لبنان ته رسیدلی
Jan 07, 2025 01:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي «عاموس هوخشتاین» پرون عربستان ته له ورتلو وروسته د لبنان لپاره په حساس سیاسي او امنیتي وخت کښې بیروت ته ورغی.
-
په لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري
Jan 04, 2025 10:04تهران راډیو - د لبنان ملي خبري آژانس د دغه هېواد په جنوبي سیمو باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملو د دوام خبر ورکړ.