عیسویانو او مسلمانانو له صهیونزم پرته د بیت المقدس تاریخ لیکلی
پارس ټوډې – د ایران د بندر عباس د اهل سنتو د جمعې امام وویل: قدس د مسلمانانو، عیسویانو او یهودیانو لپاره سپېڅلی دی او د هغه حقیقي تاریخ د صهیونیسټانو دروغجنې ادعاوې ردوي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بندر عباس د اهل سنتو د جمعې امام شیخ یوسف جمالي په دې وروستیو کې په یوه بیانیه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل او اعلان یې وکړ: قدس د اسلام د پیغمبر (ص) د رحلت، د امام شافعي (د اهل سنتو د یوه مرجع) د زیږېدو ځای او د ډېرو پیغمبرانو هدیره او د قدس خاوره د ټولو ادیانو د وحدت نښه ده.
شیخ جمالي د اسلام د ګران پیغمبر په معراج کې د قدس ستر مقام او د سترو پیغمبرانو ملاقات ته په اشارې سره، د فلسطین له خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوال پیوستون غوښتنه وکړه.
د ایران د بندر عباس د اهل سنتو د جمعې امام په غزه کې وروستیو قتل عامونو ته په اشارې سره، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل وجدان بیداره کړي؛ ځکه دا جنایتونه یوازې په مسلمانانو پورې اړه نه لري، بلکې ټول انسانیت ته خطاب کوي.
هغه پر فلسطین باندې د یهودو د تاریخي حاکمیت د ادعا په ردولو سره وویل: د مسلمانانو له لورې د بیت المقدس په دوو تاریخي فتحو کې، یهودیانو هېڅ رول نه درلود او هلته عیسویان په واک کې وو او په دغو پېښو کې مسلمانانو تل له عیسویانو سره ملګرتیا کوله، خو هېڅکله یې د یهودیانو تسلط نه دی منلی.
شیخ جمالي لوېدیځ هېوادونه په تیره بیا امریکا د صهیونیسټي ماشوم وژونکي رژیم ملاتړي وبلل او له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل چې په اتحاد سره د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره نړیوال فشارونه زیات کړي.