-
اسلامي ایران له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړي کولو ګروهنه لري
Mar 02, 2023 00:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د بیلجیم له لومړي وزیر «الکساندر دی کرو» سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت ګروهنه لري چې د اروپا په شمول له نړۍ سره رغنده او ښې اړیکې وساتي او هغه پیاوړي کړي.
-
د ایران د بلواو په هکله د سي این این راپورونه ناسم دي
Mar 02, 2023 00:52ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له سي این این ټیلي ويژن سره په ځانګړي مرکه کښې په ایران کښې د بلواو په هکله د امریکا د دغه ټیلي ويژن وروستي راپورونه ناسم او اړخ لرونکي وبلل.
-
فارس خلیج کښې د امریکا جوړې وسلې نیول شوي
Feb 21, 2023 10:14تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي په فارس خلیج کښې د امریکا د وسلو د یوې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.
-
د مشر تابه ستر مقام اسلامي رحمت او مهربانۍ ته پام لري
Feb 09, 2023 10:58زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د بلواو د محکومانو د بخښنې له وړاندیز سره د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای موافقت د اسلامي رحمت او مهربانۍ مسلې ته د هغه حضرت د پام کولو په لړ کښې وباله.
-
د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لخوا د تورنو او د بلواګرو کسانو بخښل کیدا د اسلامي مهربانۍ نښه:-
Feb 06, 2023 11:00د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې او د رجب د میاشتې د اخترونو د رارسیدا په مناسبت د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د وروستیو بلواو د ډیرو تورنو او محکومو کسانو له بخښلو او د سزاګانو له کمولو سره موافقت وکړ.
-
د ایران د بلواو د تورنو کسانو بخښل بې مخینې نوښت دی
Feb 06, 2023 07:17زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کومیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي د تورنو کسانو بخښل بې مخینې نوښت وباله او ویې ویل دغه اسلامي او انساني اقدام د ایران د نظام د مهربانۍ او د ولسي توب نښه او د بشري حقوقو په حوزه کښې لوړ ګام دی.
-
دښمن د ایران د حکومت او د ملت په اقداماتو غصه دی
Feb 01, 2023 07:17زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بلوا او بایکاټ د یوې سکې دوه مخونه وبلل او ویې ویل دښمن د بایکاټونو د شنډولو په لاره کښې د ایران د ملت او د حکومت له اقداماتو غصه دی.
-
تیریګرو ته د ایران ځواب پریکنده او پښیمانه کونکی دی
Jan 31, 2023 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا د خارجه وزیر او د ملي امنیت د شورا د سلاکار له ګواښ څخه ډکو څرګندونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت ځواب پریکنده او پیښمانه کونکی اعلان کړ.
-
د ایران اساسي قانون د ښځو ملاتړی او ساتونکی دی
Jan 15, 2023 10:33زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال محمد دهقان ټینګار وکړ: د ایران اساسي قانون د ښځو د حقوقو ملاتړی او ساتونکی دی.
-
اسلامي ایران د دښمانانو هر ډول غلطۍ ته پریکنده ځواب ورکوي
Dec 28, 2022 23:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیزوالې د مرغومي د میاشتې د نهمې نیټې او د سردار سلیماني د شهادت د کلیزې د رارسیدا په مناسبت په یوې بیانیې کښې دښمانانو ته خبردار ورکړ چې د دښمانانو هرډول غلطۍ ته په پریکنده ځواب ورکول کیږي.