-
په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
Dec 31, 2024 11:48د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له شهباز شریف سره لیدلي
Dec 31, 2024 08:05د پاکستاني دولتي رسنۍ ویلي چې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره له ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.
-
د افغانستان طالبان دې د پاکستان له وروستیو بریدونو درس واخلي
Dec 30, 2024 02:37زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی استازی اصف درانی وايي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د دغه هېواد لپاره سره کرښه ده او د افغانستان طالبان باید له وروستیو هوايي بریدونو درس واخلي.
-
کراچۍ کښې د پاره چنار د لارې د بندیدا په هکله پرلتې دوام لري
Dec 29, 2024 14:12زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پاره چنار سیمې د لارې د بندیدا په هکله په ټول کراچۍ ښار کښې پرلتې دوام لري.
-
پاکستان د افغانستان په سرحد کښې واخان سرحدي لاره ونیوله
Dec 29, 2024 12:33زمونږ خبریال راپور راکړی ځینو رسنیو د پاکستان د پوځیانو لخوا د افغانستان په خاوره کښې د «واخان »سرحدي لارې د نیولو او د کنټرول کولو خبر ورکړ.
-
روسیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتې په تړاو اندېښنه ښودلې
Dec 29, 2024 11:44زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سرحدي نښتې په تړاو اندېښنه ښودلې او د خبرواترو له لارې یې د د دغې ترینګلتیا د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
-
د پاکستان او د افغانستان د سرحدي جنګونو علتونه:-
Dec 29, 2024 11:04د پاکستان په خاوره کښې په یوشمیر مرکزونو باندې د افغانستان د طالبانو له غچ اخیستونکو حملو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي تاوتریخوالي زیات شوي په دې ډول چې د سیمې هیوادونو د اسلام اباد او د کابل ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالیو د دوام د پایلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
-
د جولاني تشکیلاتو پټ امر: د اعدامونو او لوټمارۍ هیڅ انځور او ویډیو باید خپره نه شي
Dec 29, 2024 07:30پارس ټوډی - په سوریه کې د جولاني عناصرو د وحشت د انځورونو او ویډیوګانو په خپریدو سره، په دې اړه د ترهګرو ترمنځ د پټې تګلارې امر صادر شوی دی.
-
د پاړه چنار د خلکو په ملاتړ د پاکستان د اهل تشیع د مظاهرو دوام
Dec 28, 2024 03:07د پاړه چنار د مظلومو اوسېدونکو په خلاف د ترهګرو د جنایتونو په غندلو کې، د اهل تشیع د اعتراضونو او مظاهرو لړۍ اوس هم دوام لري.
-
پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
Dec 28, 2024 02:43د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له امله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده، خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.