د پاکستان او د افغانستان د سرحدي جنګونو علتونه:-
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155674-د_پاکستان_او_د_افغانستان_د_سرحدي_جنګونو_علتونه
د پاکستان په خاوره کښې په یوشمیر مرکزونو باندې د افغانستان د طالبانو له غچ اخیستونکو حملو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي تاوتریخوالي زیات شوي په دې ډول چې د سیمې هیوادونو د اسلام اباد او د کابل ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالیو د دوام د پایلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2024-12-29T06:43:02+00:00 )
Dec 29, 2024 11:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان او د افغانستان د سرحدي جنګونو علتونه:-

د پاکستان په خاوره کښې په یوشمیر مرکزونو باندې د افغانستان د طالبانو له غچ اخیستونکو حملو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي تاوتریخوالي زیات شوي په دې ډول چې د سیمې هیوادونو د اسلام اباد او د کابل ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالیو د دوام د پایلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان د پوځیانو او د افغانستان د طالبانو د سرحدي ځواکونو په ډزو کښې نه یوازې پوځیان بلکې ملکي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان په خاوره یعني د ډیوریند کرښې ورهاخوا په یوشمیر مرکزونو باندې د افغانستان د طالبانو بریدونه د افغانستان په خاوره کښې په یوشمیر مرکزونو باندې د پاکستان د جنګي الوتکو د وروستیو حملو په غچ کښې ترسره شول؛ او د پاکستان د پوځي او د سیاسي چارواکو په وینا د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان په حملو کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې په مرکزونو باندې بریدونه وشول.

په حقیقت کښې د پاکستان د پوځ او د افغانستان د طالبانو د ځواکونو ترمینځ د سرحدي تاوتریخوالي اصلي عامل د تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله ده چې د اسلام اباد د حکومت په باور د افغانستان په خاوره کښې یې پناه اخیستي ده او د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډلې ملاتړونه کوي.

په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله نه یوازې پاکستان بلکې د نړیوالو ټولنو په ځینو راپورونو کښې هم خبرداری ورکړل شوی دی.

په افغانستان کښې د جمهوریت په وخت کښې هم رسمي چارواکو په هیواد کښې د  شلو ترهګرو ډلو د فعالیت خبر ورکړی و چې د نړیوالو ټولنو په اند دغه ډلې هماغه راز په بیلابیلو هدفونو او پروګرامونو سره په افغانستان کښې فعالې دي، او د پاکستان د چارواکو په اعتقاد یوه ترهګره ډله تحریک طالبان پاکستان ده کومه چې هماغه راز د افغانستان په خاوره کښې شته.

د افغانستان طالبان او د تحریک طالبان پاکستان ډله د ایډیالوژۍ له نظره یو بل ته نږدي دي او تحریک طالبان پاکستان ډله هم په پاکستان کښې د افغانستان د طالبانو په شان د یوه حکومت د جوړولو فکر په ذهن کښې لري.

له دې کبله د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې یو هدف د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې باندې د سلطې موندل دي، ځکه چې د پاکستان قبائلي سیمې له دغه صوبې سره ګنډل شوي او د تحریک طالبان پاکستان اکثره احتمالي پلویان قبائلي سیمې دي او د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې حملې هم د خیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کښې ترسره کیږي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله په داسې حال کښې په پاکستان کښې د خپل د نظر وړ د دیني اصلاح د نظام د رامینځته کولو هڅه کوي چې د اسلام اباد د  حکومت له نظره دغه ډله د دیني حکومت د جوړولو له شعار څخه یوازې د خپلو ترهګرو فعالیتونو د توجیه لپاره د یوه پوښښ په توګه استفاده کوي.

د اسلام اباد د حکومت په  اند د افغانستان طالبان هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته  په پناه ورکولو سره هڅه کوي له دغه ډلې د پاکستان په حکومت باندې د دباو د راوستلو لپاره د یوه اوزار په توګه استفاده وکړي.

که څه هم ویل کیږي د افغانستان طالبان د پاکستان په ملاتړونو او له امریکا سره د دوحې د موافقې تر چوکاټ لاندې یو ځل بیا په افغانستان کښې واک ته ورسیدل خو طالبان له دوو قندهاري او پیښوري ډلو جوړه ده او له پاکستان څخه د خپلواکۍ د سیاست په غوره کولو سره هڅه کوي خپل ځان یو خپلواکه حکومت او په خپلو وسونو باندې تکیه لرونکی وښيي.

په همدې دلیل د افغانستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان ډله د پاکستان یوه کورنۍ مسله ګڼي.

په هر حال که چیرې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د تحریک طالبان پاکستان موضوع حل نشي نو د دواړو هیوادونو ترمینځ د سرحدي جنګونو د زیاتیدا احتمال له ذهنه لیرې نه دي او د پاکستان د پوځي او د امنیتي ادارو لوړ استخباراتي ، تخریبي او سلبي قدرت ته پام سره تاوتریخوالی لوړې سویې ته رسیدلی شي کوم به په پریکنده توګه د افغانستان د طالبانو په ګټه نه وي.