پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
Dec 28, 2024 06:13 Asia/Kabul
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له امله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده، خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
عمران خان پرون د اډیالې په زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ویلي، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي، خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه، مګر د دوو هېوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.
عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې.
ټیګونه