• بغداد له واشنګټن سره په عراق کې د امریکايي پوځي حضور د پایته رسولو لپاره د مهالوېش د جوړولو په اړه موافقه وکړه

    بغداد له واشنګټن سره په عراق کې د امریکايي پوځي حضور د پایته رسولو لپاره د مهالوېش د جوړولو په اړه موافقه وکړه

    Jan 26, 2024 03:00

    د عراق حکومت په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تدریجي پایته رسېدو او د هغوی د پوځي ماموریت د ختمېدو لپاره د مهالوېش د جوړولو لپاره له امریکا سره موافقه اعلان کړه.

  • ټي ټي پي په افغانستان کې نشته

    ټي ټي پي په افغانستان کې نشته

    Jan 26, 2024 02:19

    طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.

  • د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

    د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی

    Jan 26, 2024 02:07

    د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».

  • له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو

    له ټاکنو او ګډون کوونکو ګوندونو سره کار نه لرو

    Jan 26, 2024 01:35

    په پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو او په دغه هېواد کې د امنیتي اندېښنو له ډېرېدو سره همماله، پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي ډاډ ورکړی چې پر ټاکنیزو غونډو او ګډونوالو برید نه کوي.

  • د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي

    د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي

    Jan 25, 2024 02:50

    د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د اوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.

  • افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري

    افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري

    Jan 25, 2024 02:38

    پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.

  • د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته

    د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته

    Jan 25, 2024 02:09

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.

  • د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي

    د پرمختللې او هوسا افغان ټولنې لپاره د نجونو زده کړې اړینې دي

    Jan 25, 2024 01:56

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ دفتر مشرې روزا اتونبایوا ویلي چې مساوي زده کړې په افغانستان کې نه یوازې بشري بنسټیز حق، بلکې د دغه هېواد د راتلونکې بنسټ دی.

  • له داعش ډلې سره د اسرائیلو اړیکې معلومې دي

    له داعش ډلې سره د اسرائیلو اړیکې معلومې دي

    Jan 21, 2024 02:28

    فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني »د دمشق په «المره» هستوګنه سیمې باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرون سهار تیریګر او جنایتکارانه اقدام چې د ایران د پینځو پوځي سلاکارانو او د سوریې د یوشمیر ځايي ځواکونو د شهادت سبب شو په کلکه وغاند.

  • ایران  د  عراق او سوریې لپاره خپله وینه ورکړي ده

    ایران د عراق او سوریې لپاره خپله وینه ورکړي ده

    Jan 21, 2024 02:00

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د امریکا له سي این بي سي (CNBC) ټیلي ويژن سره په مرکه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوريې او د عراق له وسله والو ځواکونو او خلکو سره د مرستې لپاره د خپلو تر ټولو ښو پوځي سلاکارانو وینه ورکړي ده.