له داعش ډلې سره د اسرائیلو اړیکې معلومې دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني »د دمشق په «المره» هستوګنه سیمې باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرون سهار تیریګر او جنایتکارانه اقدام چې د ایران د پینځو پوځي سلاکارانو او د سوریې د یوشمیر ځايي ځواکونو د شهادت سبب شو په کلکه وغاند.
ناصر کنعاني پرون مازیګر د صهیونیسټ رژیم د دغه تیریګر او د جنایتکاره اقدام د غندلو په ترڅ کښې هغه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ بیا بیا خلاف ورزۍ او د اسرائیلو د ماشومانو د وژونکي او د مجرم رژیم لخوا د سوریې په خاوره کښې په بیلابیلو ځایونو باندې لسمونکي او تیریګرې حملې وبللې.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني» وویل د اسرائیلو رژيم دغه تیریګر اقدام په تیرو څه د پاسه سلو(۱۰۰) ورځو کښې د فلسطین په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د مقاومت له ځواکونو سره د جنګ او جګړې په میدان کښې د اسرائیلو رژیم د بې وسې او د پاتې راتلو نښه او په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ د پراخولو لپاره د صهیونیسټ رژیم ناوړه هڅه ده.
هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا په شمول له حکومتونو ، او سیمه ئیزو او نړیوالو ادارو وغوښتل د صهیونیسټ رژیم د تیریګرو ، ترهګرو او د جنایتکارانه اقداماتو په هکله په ډاګه غبرګون وښيي او هغه په پریکنده توګه وغندي.
ناصر کنعاني وویل د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران د پوځي سلاکارانو ټرور کول په روښانه توګه په سیمه کښې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د اسرائیلو د ټروریسټ رژیم د ژور او د منظم پیوند او اړیکو ښودنه کوي.