فارسی د تمدن او تاریخ ژبه/نهمه
پارس تودی- فارسی د نړۍ له لرغونو ژبو څخه یوه ده؛ د تېرو نسلونو ارزښتناک میراث چي پیاوړی ادبیات او ارزښتمنې ادبي زېرمې لري.
د پارس تودی له راپور سره سم، په دې خپرونه کې به قدم په قدم د فارسي ژبې د زرګونو کلونو په اوږده مسیر کې له موږ سره ملګري شئ؛ هغه ژبه چې یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د هغو خلکو د افکارو، کلتور، باورونو او تاریخي خاطرو هنداره ده چې د نړۍ په پراخه جغرافیه کې یې په دې ژبې سره ژوند کړی، فکر یې کړی او تلپاتې اثار یې رامنځته کړي دي.
په دې سفر کې به د باوري څېړنو او علمي سرچینو پر بنسټ، له لرغونو زمانو څخه تر نن ورځې پورې د فارسي ژبې د پیدایښت او تحول تاریخ تعقیب کړو او هڅه به وکړو چې د دې لرغونې ژبې د بدلونونو او هسکو ټیټو یو روښانه او مستند انځور وړاندې کړو؛ هغه ژبه چې د پېړیو له تېرېدو او سترو تاریخي بدلونونو سره سره، لا هم ژوندۍ، فعاله او الهامبخښونکې پاتې شوې ده.
که تاسو هم د فارسي ژبې د ریښو، تاریخ او د ایران په کلتور او تمدن کې د هغې د ځایګی د پېژندلو لېوالتیا لرئ، بلنه درکوو چې په دې علمي او فرهنګي سفر کې له موږ سره ملګري شئ.
په تېره برخه کې د هندواروپایي د ژبې د سترې کورنۍ د بېلابېلو څانګو ترمنځ مو خپل سفر پیل کړ او ومو لیدل چې هره څانګه خپله ځانګړې کیسه او جلا تاریخ لري. له دغو ژبو ځینې څو پېړۍ وړاندې له منځه تللې او یوازې د څو خټینو د لوحو یا ځینو خپرو شوو لیکنو له لارې ورسره بلد کېدای شو؛ خو ځینې نورې، سره له دې چې زرګونه کلونه تېر شوي، لا هم ژوندۍ دي او میلیونونه کسان پرې خبرې کوي. د دغو ژبو هره یوه یې د بشري تمدن د تاریخ یوه برخه له ځان سره ساتلې ده او د هغوی پېژندنه موږ د هندواروپایي ژبې د سترې کورنۍ په منځ کې د فارسي ژبې د ځای پېژندلو ته یو ګام نور هم ورنږدې کوي.
ښه، په دې برخه کې د دې سترې کورنۍ یو له مهمو او اغېزناکو څانګو ته ور رسېږو؛ هغې څانګې ته چې نوم یې نه یوازې د ژبو پورې په اړوند تاریخ کې، بلکې په فلسفه، ادبیاتو، هنر، سیاست او بشري مفکورو کې هم بېساری ځای لري. خبره د یوناني ژبې په اړه ده؛ هغه ژبه چې ادبي او فکري آثار یې له دوو زرو کلونو په تېرېدو سره لا هم لوستل کېږي او د نړۍ د ډېرو ولسونو لپاره د الهام سرچینه ده.
خو یوناني ژبه، لکه د بلې هرې ژبې په څېر، ناڅاپه او په یوه وار نه ده رامنځته شوې. لکه څنګه چې مو د هندواروپایي کورنۍ د نورو څانګو په اړه ولیدل، د دې ژبې رامنځته کېدل هم د بېلابېلو قومونو د کډوالۍ، یوځای کېدو او د پېړیو په اوږدو کې د تدریجي بدلونونو پایله وه.
د ژبپوهنې د څېړنو او هغو معلوماتو پر بنسټ چې ژبپوهانو او تاریخپوهانو په خپلو اثارو کې وړاندې کړي، د «یوناني» نوم د هغو هندواروپایي قومونو د ژبې لپاره کارول کیږي چې له شمالي سیمو څخه د سوېل پر لور کډه شول او په څو پړاوونو کې، د پرلهپسې څپو یا تدریجي نفوذ له لارې، د بالکان په ټاپووزمه، د اژه سمندر (Aegean Sea) په ټاپوګانو او د صغیرې اسیا په لوېدیځو څنډو کې مېشت شول.
البته، دغه سیمې د هغوی له راتګ مخکې له اوسېدونکو خالي نه وې. نور قومونه هم ښایي د دوی له راتګ څخه کلونه او یا هم پېړۍ مخکې په دغو سیمو کې اوسېدلي وو؛ داسې خلک چې نن ورځ د هغوی د توکم او ژبې په اړه ډېر معلومات په لاس کې نشته. له هغوی څخه د پام وړ لیکلي آثار هم نه دي پاتې؛ هغه څه چې څېړونکي یې د هغوی د شتون په اړه پوهېدو ته رسولي، تر ډېره هغه نومونه دي چې پر غرونو، سیندونو، ښارونو او جغرافیایي سیمو یې ایښي وو.
همدغو جغرافیایي نومونو یوه مهمه موضوع روښانه کړه. ژبپوهانو موندلې چې د دغو نومونو ډېری یې د هندواروپایي ژبو له قواعدو سره سمون نه خوري؛ له همدې امله دې پایلې ته رسېدلي چې د دغو سیمو لومړنیو اوسېدونکو په هندواروپایي ژبو پرته پر یوې بلې ژبې هم خبرې کولې.
د یوناني قومونو له راتګ سره وضعیت ورو ورو بدل شو. نوي راغلي کسان، یعنې یونانیانو، که څه هم خپله ژبه له ځان سره راوړې وه، خو له هغو خلکو څخه چې تر دوی مخکې په دې سیمو کې اوسېدل، بېل پاتې کېدای نه شول. ګډ ژوند، راکړه ورکړه، ودونه، همکاري او ورځنۍ اړیکې په تدریج سره دغه دواړه ډلې یو بل ته نږدې کړې او دې ګډ ژوند د هغوی پر ژبه هم خپل اغېز پرېښود.
په پایله کې، یوناني ژبه چې په پیل کې یوازې د هندواروپایي مهاجرینو ژبه وه، له سیمهییزو ژبو سره د تعامل له امله نوې ځانګړتیاوې پیدا کړې. د ژبې ځینې جوړښتونه بدل شول او د سیمهییزو ژبو زیات شمېر ټکې هم یوناني ژبې ته داخل شول.
دا ښکارنده د هماغه اصل روښانه بېلګه ده چې په دې لړۍ کې څو ځله ورسره مخ شوي یو؛ هغه دا چې هیڅ ژبه په انزوا کې ژوند نه کوي، بلکې ژبې تل له خپل چاپېریال، تاریخ او هغو خلکو څخه چې ورسره اړیکې لري، اغېز اخلي.
د ژبو اغېزمنېدل نه د یوې ژبې د کمزورۍ نښه ده او نه د هغې د هویت د له منځه تلو لامل کېږي. برعکس، د ژبو تاریخ ښيي چې د نړۍ ډېرې سترې ژبې د همدغو اړیکو په پایله کې لا بډایه شوې دي. یوناني ژبه هم له دې قاعدې مستثنا نه وه.
له هغو تر ټولو پخوانیو نښو څخه چې د دې ژبې په اړه زموږ په واک کې دي، څرګندېږي چې لرغونې یوناني ژبه له هماغه پیله یوه یوشان او یوډوله ژبه نه وه. یوناني قومونه په بېلابېلو سیمو کې مېشت شول او هرې ډلې د جغرافیایي، سیاسي او ټولنیزو شرایطو له امله خپله ځانګړې د خبرو کولو طریقه وساتله.
له همدې امله، په لرغونې دوره کې له یوناني ژبې د بېلابېلو ګړدودونو یا (لهجو) له یوې ټولګې سره مخ کېږو چې هر یوه یې د خپلې ژبنۍ ودې ځانګړې لاره وهلې ده.
ژبپوهان د یوناني ژبې ګړدودونه او یا لهجې په څلورو اصلي ډلو وېشي؛ داسې وېش چې د یوناني ژبې د تاریخ د درک لپاره ډېر اهمیت لري.
لومړۍ ډله «آخِیایي ګړدود» ده. دا لهجه باید د بالکان سیمو او د اژه سمندر شاوخوا سیمو ته د یوناني قومونو د لومړنۍ کډوالۍ د څپې پاتې شونی وبلل شي. د دې ډلې اهمیت یوازې په لرغونتوب کې نه دی، بلکې په دې کې هم دی چې د یوناني ژبې تر ټولو لرغوني لیکلي آثار په همدې ګړدود پورې تړاو لري.
له دې ګړدود څخه داسې لیکنې پاتې دي چې په هجایي لیکدود لیکل شوې دي. جالبه دا ده چې داسې ښکاري، دغه لیکدود تر دې وړاندې چې د یوناني ژبې د لیکلو لپاره وکارول شي، د یوې غیر هندواروپایي ژبې د لیکلو لپاره کارول کېده.
دا موضوع یو ځل بیا ښيي چې یوناني قومونو دغو سیمو ته له راتګ وروسته یوازې خپله ژبه نه وه خپره کړې، بلکې د هغو تمدنونو له لاسته راوړنو څخه یې هم ګټه اخیستې وه چې تر دوی وړاندې په دغو سیمو کې یې ژوند کاوه.
د دغو لیکنو شتون د ژبپوهانو لپاره ډېر ارزښت لري؛ ځکه هغوی د یوناني ژبې له یوې خورا لرغونې مرحلې سره اشنا کوي؛ هغې مرحلې سره چې لا پکښې د ژبې ډېر راتلونکي بدلونونه نه وو رامنځته شوي.
دویمه ډله «ائولي ګړدود»یا شمال ختیځه ډله ده. دغه ګړدود هم د یونان د ادبیاتو په تاریخ کې مهم ځای لري. د دې ډلې له مشهورو څانګو څخه یوه «لِسبی ګړدود» ده چې د میلاد څخه مخکې په اوومه او شپږمه پېړۍ کې ادبي ژبه بلل کېده او په همدې ګړدود ارزښتناک آثار رامنځته شوي دي.
دا موضوع ښيي چې په لرغوني یونان کې، لکه د ډېرو نورو سیمو په څېر، ټول ادبي آثار په یوه واحده ژبه نه لیکل کېدل. هرې سیمې د خپل سیاسي او کلتوري نفوذ له مخې ځانګړی ګړدود د ادب او فرهنګ ډګر ته راوړ او کله ناکله به یوه ګړدود د یوې مودې لپاره د ادبي ژبې مقام خپل کړ.
د ګړدودونو همدا تنوع د یوناني ژبې د تاریخ له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده. د لومړي نظر خلاف، د یونان ستر ادبیات یوازې پر یوه ګړدود نه دي رامنځته شوي، بلکې د هغو لیکوالانو او پوهانو د نسلونو د هڅو پایله ده چې هر یوه یې په بېلابېلو چاپېریالونو کې ژوند کاوه او په بېلابېلو ګړدودونو یې خبرې کولې.
له دغو دوو ډلو وروسته، وار د «دُري ګړدود» ته رسېږي؛ هغه ګړدود چې وروسته یې سیاسي او کلتوري اهمیت لا زیات شو او وتوانېد چې پر آخیایي ګړدودونو برلاسه شي. خو د دې ګړدود کیسه او همدارنګه د یوناني ژبې د تر ټولو مهمې څانګې، یعنې «یوني ـ آتني ټولګې » رامنځته کېدل، د دې ژبې په تاریخ کې له مهمو پړاوونو څخه دي.
د میلاد څخه مخکې په پنځمه او شپږمه پېړیو کې، دې ګړدود د هغو اثارو د رامنځته کېدو ژبه وګرځېد چې نه یوازې د یونان په تاریخ، بلکې د نړۍ د ادبیاتو په ټول تاریخ کې یې ځانګړی مقام خپل کړ. د دغو اثارو اغېز دومره پراخ و چې تر نن ورځې پورې یې بېلابېل ولسونه لولي، په اړه یې څېړنې کوي او د هغوی د ښکلا او پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.
همدې ادبي غوړېدنې د «آتني ګړدود» لپاره زمینه برابره کړه چې ورو ورو له یوه سیمهییز ګړدود څخه لوړ مقام خپل کړي. کله چې یو ښار د نظریاتو، سیاست او فرهنګ پر مرکز بدل شي، طبیعي ده چې د هغه ښار ژبه هم لا زیات نفوذ پیدا کړي. له همدې امله، آتني ګړدود په تدریج سره د آتن له ښار څخه بهر ووت او د یوناني نړۍ په پراخو سیمو کې وپېژندل شو.
له میلاده د څلورمې پېړۍ مخکې نه راپه دې خوا د یوناني ژبې په تاریخ کې نوی بدلون پیل شو. د لرغونې یوناني ژبې بېلابېل ګړدودونه، چې پېړۍ پېړۍ یې د یو بل تر څنګ شتون درلود، ورو ورو سره ګډ شول او یوه ګډه ادبي ژبه رامنځته شوه چې بنسټ یې هماغه آتني ګړدود و. دغه ګډه ژبه د یوناني ژبې په تاریخ کې یوه نوې مرحله ګڼل کېږي او د لرغونې یوناني او د راتلونکو پړاوونو د یوناني ترمنځ د یوه پل حیثیت لري.
همدې ګډې ژبې وروسته د هغو بدلونونو سرچینه وګرځېده چې په پایله کې یې د نوې یوناني ژبې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړه. له همدې امله، که څه هم نننۍ یوناني ژبه د هومر یا افلاطون د دورې له یوناني سره ډېر توپیرونه لري، خو د دغو پړاوونو ترمنځ د ژبې د بدلون لړۍ هېڅکله نه ده پرې شوې او د هغې د بدلون مسیر د تاریخ په اوږدو کې تعقیبولی شو.
د نوې یوناني ژبې تر ټولو لرغونی پاتې شوی اثر «د انجیل متن» دی. د دغه اثر ژبه د میلادي پړاو په پیل کې د رایجې ژبې یوه بېلګه ګڼل کېږي او له همدې امله د یوناني ژبې د انتقالي پړاو د پېژندلو لپاره ډېر اهمیت لري.
البته، تر نن ورځې پورې د یوناني ژبې د بدلون د بهیر تعقیبول دومره اسانه نه دي. د دې ستونزې لامل باید د دغو سیمو په تاریخي شرایطو کې ولټول شي. د روم د سترواکۍ یا «امپراطوری» له وېش وروسته، د هغې ختیځه برخه چې وروسته د «بیزانس سترواکۍ یا ختیځ روم» په نوم وپېژندل شوه، له زرو کلونو ډېر دوام وکړ. دغه حکومت له ۳۹۵ میلادي کال څخه تر ۱۴۵۳ میلادي کال پورې د مدیترانې د ختیځې سیمې پر پراخو برخو واکمني کوله.
په دې دوره کې د حکومت رسمي ژبه هغه ژبه وه چې د لرغونې ادبي یوناني ژبې په تقلید لیکل کېده. دغه رسمي ژبه د خلکو له عامې ژبې سره توپیر درلود او تر ډېره د تېرې ادبي او دیواني دود د دوام بڼه یې لرله. له همدې امله، د لیکلې ژبې او ویلې کېدونکې ژبې ترمنځ واټن رامنځته شو؛ داسې واټن چې د ژبې د طبیعي بدلون څېړنه یې د څېړونکو لپاره لا ستونزمنه کړه.
دغه وضعیت یوازې تر هماغې دورې پورې محدود نه و. حتی په راتلونکو دورو کې هم په رسمي ژبه کې د ځینو لرغونو قواعدو او دودونو د ساتلو ګروهنه دوام درلوده. له همدې امله، ادبي ژبه او ورځنۍ ژبه تل په بشپړه توګه سره یو شان نه وې او هرې یوې یې خپله ځانګړې لاره تعقیبوله.
له دې ټولو سره سره، ژبه هم د ژوند په څېر خپله لاره پیدا کوي. د اتلسمې میلادي پېړۍ له شاوخوا څخه را په دې خوا په تدریج سره یوه ګډه نوې یوناني ژبه رامنځته شوه؛ داسې ژبه چې وتوانېده په یونان کې د ادبي او رسمي ژبې ځای ونیسي او د بېلابېلو سیمو خلک د یوې واحدې ژبې تر چتر لاندې راټول کړي.
همدا هغه ژبه ده چې نن ورځ په یونان کې کارول کېږي او میلیونونه کسان پرې خبرې کوي.