-
د الاقصی طوفان عملیاتو په اړه د روسیې او چین بېلابېل دریځونه
Oct 11, 2023 12:45د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا او د هغه د لوېدیځو ملګرو له بشپړ ملاتړ او حتی د واشنګټن له خوا دغه رژیم ته د پوځي مرستو او مهماتو له لیږلو سره سره، روسیې او چین د لوېدیځ د دوو سیالو قدرتونو په توګه، په دې برخه کې متفاوت دریځ غوره کړی او د لوېدیځ سیاستونه، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو له حقونو څخه سترګې پټول، د وروستیو پېښو لامل ګڼلی دی.
-
د صهیونیسټانو د ماتې غږ د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
Oct 11, 2023 11:31د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
-
"ریحانه" ښځه په کورنۍ او ټولنه کې (۲۸- لوېدیځه متمدنه ټولنه او له ښځو او ماشومانو څخه ګټه پورته کول)
Oct 10, 2023 11:13د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې خپرونه کې، موږ په لوېدیځو ټولنو کې جنسیتي صنعت ته اشاره کوو، هغه صنعت چې په میلیاردونو ډالر عواید لري او په میلیونونو نارینه، ښځې او ماشومان یې غلامان کړي دي.
-
د «الاقصی توپان» په اړه د ایران د حکومت د ویاند غبرګون
Oct 08, 2023 02:21د ایران د حکومت ویاند د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب ثابته کړه چې نن سبا صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ دی.
-
د الاقصی طوفان له خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره د فلسطیني ملت خودجوشه حرکت دی
Oct 08, 2023 02:07د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني، د الاقصی طوفان عملیات، د خپلو اصلي او نه انکارېدونکي حقوقو د دفاع لپاره د مقاومتي ډلو او د فلسطین د مظلوم ملت خود جوشه حرکت یاد کړ.
-
په دمشق کې د برید مسئولیت د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی
Oct 06, 2023 12:32د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سوریې کې د ترهګرې حملې پړه، د دغه هېواد د خاورې د اشغالګرو په ګډون، د ترهګرو پر بهرني ملاتړو باندې واچوله.
-
له ترهګرۍ سره پریکنده مبارزه یوه نړیواله اړتیا ده
Oct 06, 2023 10:16د ایران د اسلامي شورا مشر د ترهګرۍ له ناوړه ښکارنده سره پریکنده او مسئولانه مبارزه یوه نړیواله اړتیا وبلله.
-
ترهګر د بهرنیانو په ملاتړ بېرته سیمې ته راغلي دي/ د سوریې هوډ نه ماتېږي
Oct 06, 2023 12:51د لبنان حزب الله د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې د بهرنیانو په ملاتړ سره یو ځل بیا د خپل جنایت کارانه رول په ترسره کولو سره، صحنې ته راغلي دي.
-
په حمص کې جنایت؛ په سوریه کې د امریکا په ملاتړ د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو احتمال زیات شوی دی
Oct 06, 2023 12:06پرون (د اکتوبر په ۵ مه) د سوریې په شمال لوېدیځ، په حمص ولایت کې د افسرانو پر یوه پوځي مرکز د فراغت په مراسمو کې ترهګزیز برید لږ تر لږه ۸۰ تنه ووژل او تر ۲۴۰ زیات یې ټپیان کړل.
-
امیر عبداللهیان د حمص ولایت پر یوه پوځي مرکز باندې د ترهګریز برید له امله د سوریې له ملت سره خواخوږي څرګنده کړه
Oct 06, 2023 09:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سوري سیال سره په ټلفوني خبرو کې د سوریې په حمص ولایت کې پر یوه پوځي مرکز باندې ترهګره حمله وغندله.