د «الاقصی توپان» په اړه د ایران د حکومت د ویاند غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139604-د_الاقصی_توپان_په_اړه_د_ایران_د_حکومت_د_ویاند_غبرګون
د ایران د حکومت ویاند د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب ثابته کړه چې نن سبا  صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ دی.
(last modified 2023-10-08T03:17:10+00:00 )
Oct 08, 2023 02:21 Asia/Kabul
  • د «الاقصی توپان» په اړه د ایران د حکومت د ویاند غبرګون

د ایران د حکومت ویاند د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب ثابته کړه چې نن سبا  صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د حکومت ویاند«علي بهادري جهرمي» د شنبې په ورځ په نیول شویو سیمو کې د وروستیو بدلونونو او د فلسطین د حماس د مقاومتي ځواکونو له خوا د «الاقصی طوفان» عملیاتو په اړه ولیکل: د ماشومانو د وژلو د رژیم جنایتکارانه اقداماتو ته د فلسطیني ځوانانو ځواکمن ځواب نن ورځ ثابته کړه چې صهیونیسټي رژیم تر بل هر وخت زیات د ماتې وړ او غوره مقاومتي چلند او عمل د فلسطیني ځوانانو په لاس کې دی.