-
د ایران ولسمشر د ایران د ملت له حقونو څخه پر دفاع باندې ټینګار وکړ
Sep 13, 2024 02:35د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په اربیل کې د عراق د کردستان سیمې د ګوندونو له مشرانو سره په کتنه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو حقونو د دفاع ترڅنګ، د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره د سولې او آرامۍ غوښتونکی دی.
-
د عراق کردستان سیمې ته د یوه ایراني ولسمشر لومړنی سفر
Sep 12, 2024 14:15د ایران ولسمشر د عراق له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې، د اسلامي هېوادونو د اتحاد غوښتنه وکړه او همدارنګه په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه یې وویل چې، د دې جنایت پراخېدل، د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه، د امریکا د بشري حقونو د شعارونو دروغ څرګندوي.
-
د عراق کردستان سیمې ته د ایران د ولسمشر د لومړي سفر پیغامونه او اهمیت:-
Sep 12, 2024 10:58د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان عراق ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د عراق کردستان سیمې ته ورسید او د دغه سیمې مشر نیچروان بارزاني » یې هرکلی وکړ.
-
د ایران او عراق ترمنځ د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
Sep 12, 2024 05:50د ایران او عراق لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.
-
اسلامي ایران او عراق د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ
Sep 11, 2024 11:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د عراق ولسمشرانو په بغداد کښې کتنه وکړه او د دوه اړخیزه او د سیمه ئیزو ملګرتیاو په پراختیا یې ټینګار وکړ.
-
د عراق لومړي وزیر په بغداد کښې د ایران د ولسمشر هرکلی وکړ
Sep 11, 2024 10:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بغداد نړیوال هوايي ډګر کښې د عراق لومړي وزیر د ایران د ولسمشر هرکلی وکړ.
-
د ایران او د عراق د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو په هدف سره بغداد ته د پزشکیان سفر :-
Sep 11, 2024 09:17د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پژشکیان» د تهران او د بغداد د اړیکو د پیاوړي کولو او پراخولو په هدف سره د عراق له چارواکو سره د کتنې او سلامشورې لپاره بغداد ته ورسید.
-
د ایران ولسمشر د ایران او ازبکستان ترمنځ د ملګرتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Sep 01, 2024 03:06د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "مسعود پزشکیان" د ازبکستان ولسمشر "شوکت میرضیایف" ته په یوه پیغام کې، د دغه هېواد د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه چې له ګاونډیو او سیمه ایزو هېوادونو سره د همکارۍ پراختیا په تېره بیا له ازبکستان سره، د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب دی.
-
په ملی وفاق حکومت باندې بشپړ باؤر؛د ایران د پارلیمان نوي حکومت ته پیغام
Aug 24, 2024 09:41پارس ټوډې – د ایران د اسلامی شورا استازو د ایران د اسلامی جمهوریت د څوارلسم ح کومت د وړاندیزي وزیرانو د صلاحیّتونو او پروګرامونو له پنځو ورځنیو بحثونو اوارزونو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان ټولو نولسو وړاندیزي وزیرانو ته د اعتماد او باؤر راي ورکړه.
-
ایران تیریګر رژیم ته د ځواب د ورکولو حق لري
Aug 13, 2024 00:31ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له جنګ څخه په ډډه کولو او د نړیوالې سولې او د امنیت په پیاوړي کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې ټینګار سره وویل د ټولو نړیوالو مقرراتو او اوصولو پراساس د هر هیواد لپاره چې تیری ورباندې شوی دی تیریګر ته د ځواب د ورکولو او د دفاع حق خوندي دی.