د ایران او عراق ترمنځ د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152286-د_ایران_او_عراق_ترمنځ_د_همکارۍ_تړونونه_لاسلیک_شول
د ایران او عراق لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.
(last modified 2024-09-12T04:51:42+00:00 )
Sep 12, 2024 09:20 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق ترمنځ د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

د ایران او عراق لوړ پوړو چارواکو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.

د ایران او عراق لوړ پوړو چارواکو پرون چهارشنبه په بغداد کې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د عراق د لومړي وزیر محمد شیعه السوډاني په حضور کې د همکارۍ دغه ۱۴ سندونه لاسلیک کړل.

د همکارۍ دغه ۱۴ سندونه په اقتصادي، کلتوري، تعلیمي، ټولنیزو، هنري، رسنیو، تخنیکي-انجینیرۍ، سوداګریزو، ټرانسپورټي، سیاسي، سپورټ، کرنې او د حج او اوقافو په برخو کې دي.

پزشکیان پرون چهارشنبه عراق ته ورسېد او د محمد شيعه السوډاني له خوا يې په رسمي ډول هرکلى وشو.

دا د څوارلسم حکومت له جوړېدو وروسته د ایران د ولسمشر لومړی بهرنی سفر دی.