-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
Mar 16, 2024 07:48د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کب پر ۲۵مه په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
-
په افغانستان کې پر رسنیو او ښځینه خبریالانو محدودیتونو زیات شوي
Mar 15, 2024 10:28د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.
-
ایټالیا ته نږدې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي
Mar 15, 2024 09:30ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي.
-
د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران غړیتوب باید بحال شي
Mar 15, 2024 02:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ښځو او د کورنۍ په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې «انسیه خز علي»د ملګروملتونو د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران د غړیتوب د لغو کولو په ناعادلانه فیصلې باندې د غور کولو غوښتنه وکړه.
-
افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی
Mar 15, 2024 02:08زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځای دی.
-
په انګلستان کې د زلمیانو اوماشومانو د قرآن کریم ځانګړی سیالۍ ترسره شوې
Mar 13, 2024 02:53د رمضان المبارک د برکتناکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت،په بریتانیا کې د هلکانو او انجونو او ماشومانو د قرآن کریم ځانګړي سیالۍ ترسره شوې.او په لسګونو انجونو او هلکانو پخپلو کې سره د قرآنی قرائت او تلاؤت او ترتیل سیالۍ وکړې.
-
د افغانستان دریمه برخه انجونې له زده کړې محرومه دي
Mar 13, 2024 01:47د ملګروملتو دزده کړې ،علمي او کلتوري ادارې (یونیسکو ) له زده کړو څخه د افغانستان په څلورو کې ددرې برخې انجونو د محرومیّت خبر ورکړ.
-
اسرائيلو په دې ډول سلمه شهيده کړه
Mar 12, 2024 10:51زما کورنۍ د استوګنې له سیمې په تیښته وه، زما د سترګو په وړاندې د سلما په مرۍ ولګیده. هغه له درده چیغې وهلې خو منډه ته یې دوام ورکړ ، ما هم د هغې په لور منډه کړه چې غیږ کې یې ونیسم او موټر ته یې بوځم ، په داسې حال کې چې زما میرمن او ماشومان عمر او سارا هماغه راز په منډه روان وو.
-
په انګلستان کې دې د مسلمانانو په ضد نفرت خورونې ختمې شي
Mar 12, 2024 11:12په انګلستان کې د ترهه ګرو حملو ډیرو قربانیانو په یوه پرانیستي او ګډ لیک کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد دنفرت خورونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان ملی میوزیم دسیمې ترټولو تاریخي کابو۶۰ زره لرغوني آثار لري
Mar 12, 2024 09:23د افغانستان د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال د افغانستان په ملی میوزیم کې د څه دپاسه شپیتو زرو لرغونو آثارو شتون ته په اشارې سره ووئيل، دغه میوزیم د سیمې په سویه یو ترټولو لوی تاریخي میوزیم دی.