-
د آذربايجان جمهوريت: موږ به هېڅکله د ايران پر ضد د خپل هوايي حريم د کارولو اجازه ور نه کړو
Jan 30, 2026 10:53د اذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل چې باکو به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له هوايي حريم يا خاورې څخه د ګاونډي هېواد، يعنې ايران، پر ضد د پوځي عملياتو لپاره کار واخيستل شي.
-
د ترکيه په تر ټولو سترې چاڼخونې کې چاودنه او اورلګېدنه
Jan 30, 2026 10:49د ترکيې چارواکو او رسنيو د دې هېواد په تر ټولو لويې د تېلو چاڼ خونه کې د سترې چاودنې او اورلګېدنې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دغه چاڼخونه په بشپړ ډول تخليه شوې ده.
-
پاکستان: موږ به له اسرائيلو سره د جوړجاړي تړون کې یوځای نه شو
Jan 30, 2026 10:47د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان وکړ چې هېواد يې د ابراهيم له تړون (له صهيونيسټي رژيم سره د جوړجاړي تړون) سره نه دی يوځای شوی او همدارنګه يې په غزه کې د نړيوال سولهساتي ځواک سره د يوځای کېدو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.
-
لاوروف: روسيه د منځګړيتوب لپاره چمتو ده / د ايران په اړه د امريکا پټ هدف
Jan 30, 2026 10:43د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل چې مسکو په ۲۰۱۵ کال کې د برجام هوکړې ته د رسېدو په بهير کې مهم رول لوبولی وو، او زياته يې کړه: ايراني، امريکايي او اسرائيلي اړخونه پوهېږي چې موږ د منځګړيتوب او د ورته کار د ترسره کولو لپاره چمتو يو.
-
اروپا د سپاه پاسدارانو په باب لویه سټراټیژیکه تېروتنه وکړه
Jan 30, 2026 01:39د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د اروپا د دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې په خپلې ایکس (پخواني ټویټر) پاڼې کې ولیکل: دا مهال څو هېوادونه هڅه کوي چې زمونږ په سیمې کې د یوه بشپړ جګړې له رامنځته کېدو مخه ونیسي. جالبه دا ده چې له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو هم اروپائي نه دی.
-
فلسطیني شنونکی: اسرائیل لا هم د ټولې فلسطیني خاورې د اشغال په لټه کې دی
Jan 29, 2026 11:32پارسټوډې – یوه فلسطیني شنونکي وویل چې د صهیونیسټي رژیم وروستی هدف د ټولې فلسطیني خاورې اشغال دی.
-
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورټره: له اسرائیلو سره د نړۍ د هیوادونو د اړیکو بندېدل اړین دي
Jan 29, 2026 11:19د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټرې فرانچسکا آلبانیزی په نیواکي بیت المقدس کې د اسرائیلو له لورې د ملګرو ملتونو د انروا د ادارې مرکز د ورانېدو او د دې رژیم د جنایاتو د دوام په غبرګون کې د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي له صهیونیسټي رژیم سره خپلې ډیپلماټیکې او سوداګریزې اړیکې بندې کړي.
-
آیا ایران هم باید امریکايي معترضان وسلوال کړي؟
Jan 29, 2026 09:53پارسټوډې – د امریکا د سنا جمهوريپال سناتور، ټېد کروز، په یوه پیغام کې د ایران د معترضانو د وسلوال کولو غوښتنه کړې او لیکلي یې دي چې، دا اقدام باید همدا اوس ترسره شي.
-
د جرمني د خیر ښیګڼې حکومت ژور بحران؛ اقتصادي دباؤ، نابرابري، د خوړو بسپنو اوږده کتارونه او نامعلوم راتلونکی
Jan 29, 2026 09:49پارس ټوډی – جرمني له کلونو راهیسې د خیر ښيګڼې خپل ټولنیز نظام ویاړي؛داسې سیسټم چې باید هېڅوک د ناروغۍ،بروزګارئ یا زړښت پر مهال بېپناه نه پرېږدي. خو نن سبا همدا جوړښت د هېواد له سترو اقتصادي ننګونو څخه ګرځېدلی دی.
-
امیرالحبر سیاري: که جګړه پیل شي، دښمن به درانه زیانونه وویني
Jan 29, 2026 09:08پارسټوډې – د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ همغږي کوونکي مرستيال د دښمنانو د ګواښونو په اړه وويل: د ايران د اسلامي جمهوریت پوځ تل چمتو دی چې له هر ډول ګواښ سره مقابله وکړي، او که کومه پېښه رامنځته شي، بې له شکه دښمن به ډېر ستر زيان وويني.