اروپا د سپاه پاسدارانو په باب لویه سټراټیژیکه تېروتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170152-اروپا_د_سپاه_پاسدارانو_په_باب_لویه_سټراټیژیکه_تېروتنه_وکړه
د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د اروپا د دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې په خپلې  ایکس (پخواني ټویټر) پاڼې کې ولیکل: دا مهال څو هېوادونه هڅه کوي چې زمونږ په سیمې کې د یوه بشپړ جګړې له رامنځته کېدو مخه ونیسي. جالبه دا ده چې له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو هم اروپائي نه دی.
(last modified 2026-01-30T00:43:14+00:00 )
Jan 30, 2026 05:09 Asia/Kabul
  •   اروپا د سپاه پاسدارانو په باب لویه سټراټیژیکه تېروتنه وکړه

د ایران د اسلامی جمهوریت د  بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د اروپا د دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې په خپلې  ایکس (پخواني ټویټر) پاڼې کې ولیکل: دا مهال څو هېوادونه هڅه کوي چې زمونږ په سیمې کې د یوه بشپړ جګړې له رامنځته کېدو مخه ونیسي. جالبه دا ده چې له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو هم اروپائي نه دی.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکوي، د ایران  د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: برعکس، اروپا د بحران اور  ته پوکی وهي. وروسته له دې چې د امریکا په غوښتنه ئې د «اسنپ‌بک» میکانېزم تعقیب کړ، اوس ئې زمونږ وسله‌وال ځواکونه د تش په نامه «ترهګرو تنظیمونو» په لېسټ کې شامل کړي، چې دا یوه بله لویه سټراټیژیکه  تېروتنه ده.

عراقچي وویل: د اروپا د ښکاره ریاکارۍ او  خپلې خوښې چلند تر څنګ—دا چې د غزې په تړانګې کې د اسرائیلو د نسل‌وژنې پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي، خو په چټکۍ سره په ایران کې د «بشري حقوقو د دفاع» دعوه کوي،دا پروپيګنډيزه ننداره تر هر څه زیات د اروپا پر سپير رول او مقام دبرغولي د کیښودلو  هڅه ده.

هغه زیاته کړه: پر دې سربېره  ، په داسې حال کې چې دا  لویه وچه بې‌له شکه د سیمې له یوې بشپړې جګړې څخه به ډیره  اغېزمنه شي، لکه د انرژۍ د بَّیو د سخت لوړوالي د کړه ایزو  پایلو له امله، د اروپائي اتحادئې اوسنی دریځ په جدي ډول د دوی خپلو ګټو ته زیان ورسوي. اروپائي وګړي د دې وړ دي چې د خپلو حکومتونو له‌خوا تر دې ډېر ښه څه تر لاسه کړي.

همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سیمه‌ییزو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د وضعیت د مسؤلانه مدیریت پر اړتیا ټينګار وکړ،

 

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د خپلو ډیپلوماتیکو سلا مشورو په دوام کې، د قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، پاکستان، عمان او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې او نړیوالو ترینګلتیاؤ  او  وروستيو  بدلونونو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د ایران  د بهرنیو چارو وزیر د شرایطو د حساسیت په یادولو سره، د وروستیو بدلونونو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځونه په بشپړډول  تشریح کړل.

په دغو خبرو کې،   لورو د روان وضعیت د مسؤلانه مدیریت پر اړتیا او د روانو بدلونونو د پایلو پر اغېزو،چې د سیمې پر امنیت ئې لري،ټینګار وکړ.