-
په افغانستان کې جنګ جګړو په لکونو افغانان کډه په سر کړي دي
Jul 02, 2021 00:25طالبانو ډلې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت دخپلو ژمنو په اپوټه ، د هیواد په مختلفو سیمو کې خپلې حملې او تاؤتریخوالي زیات کړي او ډيرې سیمې ئې لاندې کړي دي ، دا هم وئيل کیږي ، چې طالبان د دغو سیمو له نیولو وروسته دخلکو وسایل او مالونه چورتالان کوي او او اور ورته کوي ،نو ځکه ډیری کورنۍ د طالبانو له ویرې او وحشته او د خپلو کورنیو د ژوند دژغورنې لپاره دخپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي .
-
په افغانستان کې د نشه ایزو توکو قاچاق نوره هم زیات شوی
Jul 02, 2021 00:13په امریکا کې د امریکا له ماته خوړلي شتون وخت راهسې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د نشه ایزو موادو قاچاق په اوڅاره توګه زیات شوی دی.
-
د اسرائيلو په ضد د پاکستان د حکومت له دریځونو استعمار دومره ولې لالهانده دی؟ له مولانا تحمیدالله جان څخه ئې آورو
Jul 01, 2021 23:27اسرائيلو ته د پاکستان دیوه لوړپوړي چارواکي د سفر دګونګوسو او همدارااز د وحشي صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په ضد د پاکستان د حکومت او ولس د دریځونو په اړه په اسلام اباد کې د نړیوالې څیړنیزې شورا د اجرایی مدیر او د اهل سنت یوه تکړه دیني عالم او لیکوال مولانا تحمید الله جان نظر دلته آوریدلی شئ
-
په وردک ولایت کې د افغان پوځ اوطالبانو ترمینځ په نښتو کې بیا یوشمیر سیمې لاس په لاس شوي او وینه هم بهیدلې ده
Jul 01, 2021 11:12افغان دولت وايي په میدان وردګو کې دیوشمېر قومندانانو په ګډون ۲۲ طالبان وژل شوي ، او طالبان وایي چې په یاد ولایت کې یې یوه لویه قرارګاه نیولې
-
ايران د برجام لپاره زيات قيمت ادا کړ اوس د امريکې او اروپا وار دے
Jul 01, 2021 00:30په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې ايران د برجام اېټمي موافقې لپاره زيات قيمت ادا کړے دے له امريکې او اروپائي لورو وغوښتل چې د برجام د ژوندي کولو لپاره دې ضروري فېصلې غوره کړي او هغه ژمنې چې په دغو کلونو کښې يې په ترسره کولو کښې کوتاهي کړې ده اجرا کړي.
-
د افغانستان موجوده ترینګلي حالات او د خلکو وسله په لاس کول به د مظلوم ولس لپاره څه راتلونکی ولری؟ له شناندو ئې اورو
Jun 30, 2021 12:59د افغانستان د ولسی ځواکونو راپورته کیدا او دپآرلیمان غبرګون او دغه راز د نورو ترینګلتیاؤ په باب د افغانستان د سیاسی او امنیتی چارو یو کارپوهان او تکړه لیکوالان او شناندي هر یو امین ځاځئ او محمد ظریف ناصري خپل نظرونه داسې څرګندوي .
-
په لغمان کېدیوه حکومتی چارواکي پشمول کابو سلو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله واوښته
Jun 30, 2021 10:43ناڅرګندو وسله والو دلغمان ولایت دارشاد حج او اوقافو ریاست د اختساب مدیر مولوي نصر من ا... په داسی مهال د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار په مرکزي سیمه کې په ډزو وواژه چې نوموړی له خپله کوره د کار ځای ته پر لاره ؤ.
-
خبرې اترې د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره ده
Jun 30, 2021 08:59له افغانستانه د امریکا او ناټ، ځواک په غیر مسئولانه وتلو سره په تیرو څو اونیو کې طالبان دپرمختګ په حال کې دي او د افغانستان ډیرې سیمې ئې پخپل کنټرول کې راوستي دي .
-
د کابل حکومت د سولې د خبرو له دوام سره هیڅ دلچسپي نه لري
Jun 30, 2021 08:16د طالبانو دغه ادعا په داسې حال کې د ه چې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش تیره اونۍ دافغانستان په چارو کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي ډبورا لاینز سره په کتنې کې وئيلي ، د طالبانو وروستۍ حملې دخبرواترو په نسبت د خلکو د ناامیدۍ سبب شوي ، خو د افغانستان حکومت هماغه شان دسولې خبرواترو دوام ته ژمن دی .
-
د افغانستان دسیاسی او جهادي مشرانو په ګډون دعالی شورا جوړول اړین دي
Jun 30, 2021 08:08د محمد محقق څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي ، چې څو اونۍ مخکې د افغانستان حکومت له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو د منظمولو او کنټرولولو لپاره د حکومت د لوړې شورا په عنوان سره دیوې شورا د جوړیدا په اړه د مشورو خبر ورکړی ؤ ، خو ځیني سرچینې وائي ، ددغې شورا د ترکیب او دصلاحیَتونو د څرنګوالي په سر اختلافات ددغې شورا د جوړیا اصلي خنډونه دي .