خبرې اترې د افغانستان د بحران یوازینۍ حل لاره ده
له افغانستانه د امریکا او ناټ، ځواک په غیر مسئولانه وتلو سره په تیرو څو اونیو کې طالبان دپرمختګ په حال کې دي او د افغانستان ډیرې سیمې ئې پخپل کنټرول کې راوستي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار او د دغه وزارت د لویدیځي آسیا د چارو د ادارې عمومی مدیرسید رسول موسوي پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د افغانستان اوسنۍ شخړه ، د مځکې د نیولو لپاره جنګ نه ،بلکې د رواوالي ترلاسه کول یا ساتل دي .
د ایران د خارجه وزیر سلاکار زیاته کړې ، که طالبان ټول ښارونه فتح کړي او ونه توانیږي ، نړیواله پيژندنه ونه لري ، نو وبه نه توانیږي ، خپل امارت ته دوام ورکړل شي .
موسوي روښانه کړې ده ، د افغانستان بحران هیڅ پوځي حل لاره نه لري او یوازې دې په خبرواترو فکر وکړي .
له افغانستانه د امریکا او ناټ، ځواک په غیر مسئولانه وتلو سره په تیرو څو اونیو کې طالبان دپرمختګ په حال کې دي او د افغانستان ډیرې سیمې ئې پخپل کنټرول کې راوستي دي .