په افغانستان کې د نشه ایزو توکو قاچاق نوره هم زیات شوی
په امریکا کې د امریکا له ماته خوړلي شتون وخت راهسې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د نشه ایزو موادو قاچاق په اوڅاره توګه زیات شوی دی.
زمونږخبریال د طلوع نیوز خبری چینل له قوله راپور راکړ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له نشه ایزو موادو سره دمبارزې د ادارې مرستیال وحید ا...کلیم زي پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په هیواد کې له تیرو کلونو سره په پرتله کې د کوکنارو کښت او د نشه ایزو موادو قاچاق ۴۵فی صده زیاته شوی دی .
په امریکا کې د امریکا له ماته خوړلي شتون وخت راهسې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت او د نشه ایزو موادو قاچاق په اوڅاره توګه زیات شوی دی.
وحید ا... کلیمزي زیاته کړې ده ، په افغانستان کې په دوه لکه هیکټره مځکې کوکنار کرل کیږي ، او دغه هیواد دنړۍ د نشه ایزو موادو کابو اتیا فی صدي نشه ایز مواد تولیدوي .
هغه زیاته کړې ده ، د افغانستان په کابو څلوردیرش میلیون نفوسو کې پنځه فی صدي خلک په هیروئینو، مورفینو ،اپيمو ،چرسو او مشروباتو روږدي دي .
افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو په کر او د نشه ایزو موادو په راکړې ورکړې کې په لومړي لمبر کې دی او ا مریکا په افغانستان د یرغلر له وخت راهسې تر دې دمه له ترهه ګرۍ او دنشه ایزو موادو له تولید او قاچاق سره د مبارزې په پلمه ،ددغه وژونکي موادو په کښت او تولید کې حیاتي رول لوبولی دی .