-
د پیغمبر (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات تسلیت ومنئ
Mar 21, 2024 03:45نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ له ۲۱مي نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات له کلیزې سره برابره ده.
-
په غزې تړانګه کې له 100 څخه زیات مرسته وېشونکي په شهادت رسېدلي
Mar 21, 2024 03:41زموږ د خبریال د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د بشري مرستو د وېش څه دپاسه ۱۰۰ تنه کارکوونکي او هغه کسان چې غوښتل یې په غزې تړانګه کې دغه مرستې ترلاسه کړي، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو د نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي دي.
-
د نجونو پر زدهکړې بندیز؛ آسټرالیا له افغانستان سره ۲۰ اوریزې سیالۍ وځنډولې
Mar 19, 2024 11:03د آسټرالیا کرېکټ بورډ د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله، له افغانستان سره ۲۰ آوریزې سیالۍ وځنډولې.
-
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل آوریزو لوبو لړۍ وګټله
Mar 19, 2024 10:44د افغانستان د کرکټ ملې ټیم په درېیمه شل آووریزه نړيواله لوبه کې ایرلینډ ته په سترې ماتې ورکولو سره، د درېیو لوبو لړۍ وګټله.
-
په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې؛ ۷۱ کلن پوتین بریالی ښکاري
Mar 16, 2024 08:53په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون جمعه پیل شوې او تر سبا یکشنبې پورې به دوام وکړي، تر دا مهاله پکې یوازې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.
-
امریکا ته قدرت ښودنه؛ کېم جونګ اون خپله د پوځ تمرینات اداره کوي
Mar 16, 2024 08:44د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس له لوري په تازه خپاره شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په خپله د دغه هېواد د پوځ نوي پیل شوي تمرینات له نږدې څاري.
-
ترکیې ته نږدې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له امله ۸ تنه مړه شوي
Mar 16, 2024 08:29ترکي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې اته کسان پکې مړه شوي دي.
-
ایټالیا ته نږدې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي
Mar 15, 2024 09:30ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي.
-
د افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات شي
Mar 15, 2024 09:21د امریکا ۱۲ جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو سناتورانو د کانګرس له لوړ پوړو چارواکو غوښتي، چې د هغو افغانانو لپاره دې د کډوالۍ ویزو شمېر زیات کړي، چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی دی.
-
د روسيې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې
Mar 15, 2024 09:14د روسیې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د دې هېواد په ختیځو سیمو کې د سیمې په وخت نن سهار ۸ بجې پیل شوې، چې تر راتلونکو دوه ورځو به دوام وکړي. د روسي رسنیو د راپورونو په اساس، په دې هېواد کې له ۹۰ زرو څخه زیات د رایې ورکولو مرکزونه فعال شوي.