هیله مند یو چې د عمان د خبرو اترو پایله مثبته وي
(last modified Thu, 10 Apr 2025 01:29:08 GMT )
Apr 10, 2025 05:59 Asia/Kabul
  • هیله مند یو چې د عمان د خبرو اترو پایله مثبته وي

پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک هیله څرګنده کړه چې په عمان کې د ایران او امریکا د خبرو اترو پایله مثبته وي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په سیمه ایز وخت خبریالانو ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ملګرو ملتونو سرمنشي د شنبې په ورځ په عمان کې د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د غونډې په اړه کوم نظر لري؟ هغه وویل: موږ ډېر هیله مند یو چې په عمان کې د شنبې د ورځې د خبرو اترو پایله مثبته وي.

د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ: دا ډېره مهمه ده چې ایران او امریکا ډیپلوماسۍ لورې ته راشي، څو ټول پاتې مسائل حل کړي.

له دې سره د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر له امریکا سره خبرې اترې د ایران د ملت لپاره عزت وګڼلو او ویې ویل: حکومت به په خبرو اترو کې د انقلاب د ستر رهبر له لارښوونو سره سم عمل وکړي.

ستر رهبر فرمایلي: د ایران له ملت سره د ګواښ په ژبه خبرې مه کوئ او موږ د تحکم له لارې له هېچا سره خبرې اترې نه کوو. له همدې امله، په څرګنده توګه اعلان شول چې موږ مذاکره نه کوو، خو کله چې د امریکا ولسمشر دا ټینګ دریځ ولید، نو یو کتبي او رسمي لیک یې ولیکه او په دې لیک کې یې لحن بدل شو.