Pars Today
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې تېره ورځ د تاجکستان بشري مرستو جوپه هم را ورسېده.
له ننګرهار څخه په یو بل کاروان کې د ولسي وګړو او ځوانانوپه لاس راټوله شوې مرسته هم هرات ولایت ته ولیږل شوه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
چارواکي وایي چې دا مرستې به د ولایتي ادارې له لورې د یوه ځانګړي ګومارل شوي کمیسون پر مټ زیانمنو شویو کورنیو ته واستوي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونیسف) په یوه اعلامیه کې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان یاد کړي.
په داسې حال کې چې په هرات کې خیریه کارکوونکو د زلزلې د ژوندي پاتې شویو کسانو د لټون وروستۍ هلې ځلې کولې، په زرګونو خلک چې په دغه زلزله کې یې کورونه نړېدلي دي، د ژمې په درشل کې بې سرپناه پاتې دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال وايي، له ازبکستان څخه نږدې سل ټنه بشري مرستې چې خوراکي توکي، خېمې او کمپلې پکې شاملې دي، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره افغانستان ته رسېدلې دي.
اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.
د بې پولې ډاکټرانو اداره وائي چې د افغانستان په هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو شمیر له څلور نیمو زرو هم اوښتی او دغ راز کابو نهه زره نور هم ټپیان دي .
د افغانستان په هرات ولایت کې د مرګونې زلزلې له امله ډېری کسانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل چې د وروستیو رايورونو له مخې د مرګې کچه له څلورو زرو کسانو اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت یو غړي د افغانستان په لویدیځ کښې له زلزله ځپلو سره د بهرنیو موسسو د ملګرتیا او مرستې په نه کولو نیوکه وکړه.