د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ اقتصادي دهلیز تړون تمدید شو
(last modified Sun, 26 Jan 2025 10:08:57 GMT )
Jan 26, 2025 14:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ اقتصادي دهلیز تړون تمدید شو

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال اوزبیکستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز د تړون په لاسلیک کولو سره دا تړون د يو کال لپاره تمدید کړی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان- چين ترمنځ د دغه ريلي دهليز له لارې په تېر ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانټينرو په واسطه انتقالات ترسره شوي وو.

افغانستان اوسمهال ۱۳۵ کیلو متره د وسپنې پټلۍ لري چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د توکو په انتقال کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

افغانستان کې د وسپنې پټلۍ د غځولو او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د وسپنې له شبکو سره د نښلولو کار د تېر جمهوریت په لومړی کلنو کې پیل شوی وو، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدلو وروسته دغو هېوادونو د وسپنې د پټلیو شبکو سره د نښلولو کار دوام موندلی دی.

د هرات – خواف د وسپنې پټلۍ د پروژې په بشپړیدو سره به د افغانستان د هرات ولایت هوايي ډګر د ایران د وسپنې پټلۍ له شبکې سره و ِنښلول شي.

اوس مهال د دغې پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار روان دی.