-
د کشمیر مشران دې باید خوشی شی
Aug 23, 2019 10:37ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان دسیاسی ګوندونو مشرانو د کشمیر د مشرانو د خوشی کولو غوښتنه وکړه .
-
په کشمیر کې د مسلمانانو د نسل وژنې خطره ده
Aug 23, 2019 01:13د بشری حقوقو نړیوالې ادارې جینوسایډ واچ د کشمیر د کړکیچن وضعیت په اړه د خبرداری په ورکولو سره له ملګرو ملتو او د هغه له غړیو هیوادونو غوښتی دی چی هندوستان دې د کشمیریانو له نسل وژنی منع کړی
-
د کشمیر خلک به سبا سترې مظاهرې وکړی
Aug 22, 2019 01:57ایسنا خبری اژانس وایی د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر دسیاسی ډلومشرانو په خلکو غږ وکړ په مظاهرو د بندیز دقانون په خلاف ورزۍ کولو سره سبا پراخ لاریون ترسره کړی .
-
دکشمیر اوسنی حالت دبریتانیا د اقداماتو پایله ده
Aug 22, 2019 00:00زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کشمیر دمسلمانانو په حالت د خپګان په څرګندولو سره ددغه سیمې اوسنی حالت او په دې زمینه کښې د هندوستان او دپاکستان اختلافات دهند له وچې (subcontinent,)څخه د وتلو په وخت د خبیث انګلستان د اقداماتو نتیجه وبلل .
-
دښمن هیڅ نشی کولې دوهم څلویښت کلونه به په پریکنده توګه بهتر وی
Aug 21, 2019 11:32د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کشمیر موضوع ته هم اشاره وکړه او د دغې سیمې د مسلمانانو له وضعیته یې د خپګان په څرګندولو سره وفرمایل مونږه له هند حکومت سره ښې اړیکی لرو خو د هند له دولته زمونږ تمه دا ده چی د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندی منصفانه سیاست غوره کړی او د دغې سیمې له مسلمان ولس سره د زور په ژبه خبرې ونکړې شی .
-
پاکستان دکشمیر مسله نړیوالې محکمې ته وروړی
Aug 21, 2019 02:18زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت پرون وویل چې اسلام اباد به د کشمیر مسله د عدالت په نړیوالې محکمې کښې مطرح کړی .
-
د کشمیر موضوع ته د نورو لوبغاړو د پام اړولو لپاره د پاکستان کوششونه
Aug 20, 2019 08:56د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تیرو څلورو ورځو کښې په دویم ځل د کشمیر د بدلونونو په هکله د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
-
په امریکې کښې د پاکستان د سفیر څرګندونو ته د افغانستان د خارجه وزارت غبرګون
Aug 19, 2019 11:38د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د صلحې په بهیر باندې د کشمیر د موضوع د اغیزشیندونې په هکله په واشنګټن کښې د پاکستان د سفیر اسد مجید خان څرګندونې غیرمسئولانه وبللې.
-
په کشمیری مظاهرچیانو د هندی عسکرو په ډزو کی په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول
Aug 19, 2019 10:44د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د سخت ګرځبندیز له امله د خوړو او درملیز څیزونه ختم شوی دی او له نړۍ سره د کشمیری خلکو رابطه غوڅ ده چی له دغو شرایطو کشمیری خلک تر پوزی راغلی دی او په ځینو سیمو کی کشمیری خلکو د ګرځبندیز پروا نده کړی او د هند حکومت پرضد یې شعارونه ورکړی دی
-
ایت ا... مکارم شیرازی وویل د خبرو اترو له لارې دې د کشمیر مسله حل شی
Aug 19, 2019 10:32د نړۍ د شیعیانو ستر مجتهد ایت ا... ناصر مکارم شیرازی د یوې بیانیې په صادر ولو سره د کشمیر د کړکیچ په وړاندی د نړیوالو ټولنو په چوپتیا نیوکه وکړه