پاکستان هندوستان په ترهګرۍ تورن کړ
-
دکشمیر خلک ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په باره کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتنه کوي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نوی ډیلی دهندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې په حکومتی ترهګرۍ تورن کړ .
هغه نن د پاکستان ددفاع ورځې په مناسبت په راولپنډۍ کښې د پوځ په مرکز کښې په یو لړ دستورو کښې وویل هندوستان تر خپل کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د عسکرو په دیره کولو سره د کشمیریانو د ځپلو هڅه کوی چې هغوې ونشی کولای خپلو هدفونو ته ورسیږی .
د پاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل د هیواد پوځ تل د کشمیر دخلکو ملاتړ کوی او هیڅکله به هغوې یوازې پرې نه ږدی .
باجوا ډاګینه کړه د پاکستان پوځ به له هندوستان سره په لانجې وړ سیمه کښې د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو په لړ کښې د کورواکۍ لپاره د کشمیرانو د مبارزې ملاتړ وکړی .
دکشمیر خلک ددغه سیمې د برخلیک دټاکلو لپاره د ټولپوښتنې په باره کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک داجرا غوښتنه کوی خو د هندوستان حکومت تل له دغه اقدام سره مخالفت کوی .