شانګهایی موسسه د اختلافاتو حل کولو ته چمتو ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i84471-شانګهایی_موسسه_د_اختلافاتو_حل_کولو_ته_چمتو_ده
ایرنا خبری اژانس وایی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې مشر ولادیمیر نوروف (Vladimir NOROV)د کشمیر په شمول د پاکستان او د هند ترمینځ د اختلافاتو له حل سره دمرستې لپاره ددغه موسسې چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2019 09:48 Asia/Kabul
  • د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غړي نشي کولای دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې داوسنیو حالاتو په هکله بې تفاوته ووسي .
    د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غړي نشي کولای دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې داوسنیو حالاتو په هکله بې تفاوته ووسي .

ایرنا خبری اژانس وایی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې مشر ولادیمیر نوروف (Vladimir NOROV)د کشمیر په شمول د پاکستان او د هند ترمینځ د اختلافاتو له حل سره دمرستې لپاره ددغه موسسې چمتووالی اعلان کړ .

هغه وویل که څه هم د پاکستان او دهند مسائیل له دغو دوو (۲) هیوادونو سره اړه لری خو د شانګهایی د ملګرتیا موسسې غړی نشی کولای دهند ترکنټرول لاندې دکشمیر سیمې داوسنیو حالاتو په هکله بې تفاوته ووسی .

د شانګهایی د ملګرتیا  موسسې مشر ولادیمیر نوروف وویل دغه موسسه به دنوی ډیلی او داسلام اباد ترمینځ دتاوتریخوالو په سوله ایز ډول د حل کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او په سیمه  کښې د امنیت دتامینولو لپاره ددغه موسسې د اصلی غړیو په توګه د مسائیلو له حل سره مرستې ته چمتو ده .

له دې مخکې د اسلامی ملګرتیا موسسې هم د نوی ډیلی دحکومت لخوا دهند ترکنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د ځانګړیو اختیاراتو په لغوه کیدا د اندیښنې د څرګندولوپه ترڅ کښې د پاکستان او دهندوستان ترمینځ د اختلافاتو دحل غوښتنه کړی وه .

د کشمیر سیمې په هکله د پاکستان او دهند ترمینځ د تاوتریخوالی په زیاتیدا سره اسلام اباد د کشمیر دموضوع دحل لپاره د ملګروملتونو په شمول د نړیوالو لوبغاړو د رول د لوبولو غوښتنه کړی وه .