-
د هندوستان او د پاکستان د پوځیانو ترمینځ ډزې هماغه راز دوام لري
Apr 29, 2025 02:05زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د کنټرول کرښې په اوږدو کښې د پینځمې ورځې لپاره هم ډزې روانې دي .
-
د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان صادرات وځنډېدل
Apr 28, 2025 07:46د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو له ځنډېدو وروسته د هند په بازارونو کې د وچو میوو بیه ۲۰ سلنه لوړه شوې ده.
-
ایران د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی
Apr 26, 2025 02:59پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله، په خپل ایکس- شبکې حساب کې ولیکل: هند او پاکستان د ایران وروڼه او ګاونډیان دي او له هغو اړیکو څخه برخمن دي چې د څو پېړیو په کلتوري او تمدني اړیکو کې ریښې لري. موږ دوی، لکه د نورو ګاونډیانو په څېر، خپل لومړیتوب ګڼو.
-
روسیې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې پاکستان ته له سفره ډډه وکړي
Apr 26, 2025 02:54د هند او او پاکستان د اړیکو تر ترينګلتيا وروسته په اسلام اباد کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.
-
هندوستان او پاکستان باید د کشمیر له حملې وروسته زغم وښيي
Apr 25, 2025 08:56زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې د سیلانیانو پرضد له حملې وروسته له پاکستان او هندوستان غوښتي دي چې زیات زغم وښي.
-
د پاکستان ولسمشر د هندوستان د تیري په هکله خبرداری ورکړ
Apr 25, 2025 07:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د سیلانیانو پرضد له مرګونې حملې وروسته د اسلام اباد پرضد تورونه بې اساسه وبلل او خبرداری یې ورکړ چې پاکستان هر ډول خارجي ګواښ او تیري ته سمدستي ځواب ورکولو ته تیار دی.
-
پاکستان د هند د پرېکړې په غبرګون کې واهګه سرحد بند کړ
Apr 25, 2025 04:07د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته د زیاتېدونکي کړکېچ پر دوام کښې، پاکستان پرون د هند د اقداماتو په غبرګون کې د واهګه بارډر تړلی دی.
-
هندوستان د پاکستان په وړاندې سخت اقدامات پیل کړل
Apr 24, 2025 07:40د هندوستان لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې امنیتي غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د پاکستان په وړاندې سختې پرېکړې وکړې.
-
هند له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه واکسینو مرسته وکړه
Apr 23, 2025 09:41د هندوستان لخوا له افغانستان سره د ۴.۸ ټنه مرسته شوی واکسین کابل ته ورسېد.
-
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې ۲۴ کسان وژل شوي
Apr 23, 2025 03:54زمونږ خبریال وايي پرون د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په سیلانیانو باندې د وسله والو کسانو په برید کښې تراوسه څلرویشت کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي چې روغتون ته وړل شوي.