په پاکستان باندې د هندوستان د حملې احتمال اوس هم شته
(last modified Sat, 03 May 2025 00:27:55 GMT )
May 03, 2025 04:57 Asia/Kabul
  • په پاکستان باندې د هندوستان د حملې احتمال اوس هم شته

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن د پاکستان د یوه لوړرتبه چارواکي چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي په قول په یوه راپور کښې وویل

 اسلام اباد هماغه راز باوري دی چې په پاکستان باندې د هندوستان د حملې کولو امکان شته.

د سي این این ټيلي ويژن په راپور کښې ویل شوي دي د پاکستان دغه لوړرتبه چارواکي د پاکستان هوايي حریم ته نږدې د هندوستان د څلورو جنګي جیټ الوتکو د الوت خبر ورکړ او ویې ویل د اسلام  اباد لخوا د دغو جنګي الوتکو الوت د یوه ګواښ په توګه وجاجول شو او د هندوستان جنګي الوتکو په سیمه کښې د پاکستان د جنګي الوتکو د شتون په وجه له سرحد څخه د اوړیدا پرځاې همالته نږدې د یوې اډې په لور خپله لاره بدله کړه.

د پاکستان دغه لوړرتبه چارواکي د هندوستان او د پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامب د حکومت هڅې بې طرفانه او ګټورې وبللې.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تراړ هم مخکې ویلي وو اسلام اباد  داسې باوري اطلاعات لري چې ښودنه کوي هندوستان نیت لري له څلرویشتو ساعتونو څخه تر شپږدیرشو ساعتونو پورې وخت کښې د پاکستان پرضد پوځي حمله وکړي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د پاکستان پرضد هر ډول تیریګر اقدام ته به پریکنده ځواب ورکړل شي وویل هندوستان به په سیمه کښې د هر ډول جدي پایلې مسوول وي.

دغه راز د پاکستان د پوځ لوړرتبه قومندانانو پرون په پنډۍ کښې غونډه وکړه او هندوستان ته یې خبرداری ورکړی که چیری نوی ډیلي د پاکستان پرضد کومه حمله وکړي نو اسلام اباد به ورته سخت ځواب ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په اسلام اباد کښې د عربستان له سفیر سره په کتنه کښې له عربستان او د فارس خلیج له نورو عربو هیوادونو وغوښتل چې د هندوستان او د پاکستان ترمینځ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره اقدام ترسره کړي.