د پاکستان او هند د تاوتریخوالي زیاتېدا به اټمي تقابل رامنځته کړي
په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، که د پاکستان او هند تاوتریخوالی زیاتېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اټومي تقابل رامنځته شي.
ښاغلي سعید سیمه د اټومي خطر نقطه بللې او له ډونالډ ټرمپ یې یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د کشمیر موضوع حل او مداخله پکې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هند او پاکستان ترمنځ په شخړو کې له دې وړاندې هم نړیوالې ټولنې مداخله کړې او دا یې بیا ښه فرصت ګڼلی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ لا هم د درېیمګړي مداخله نه ده شوې، خو د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو له دواړو هېوادونو غوښتي، چې په ناسمو پرېکړو سره د سیمې ثبات ونه ګواښي.
که څه هم د پهلګام په پېښه کې امریکا پاکستان نه دی ملامت کړی، خو له هند او د دغه هېواد له دریځ یې ملاتړ اعلان کړی دی.
پاکستان له هندوستانه غوښتي دي چی که په حمله کی د پاکستان د لاسوهنې کوم اسناد لري نو وړاندي یی کړي چی هندوستان تراوسه دغسې کوم اسناد ندي وړاندي کړی .